د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي: په مکه معظمه مو د توغندې حمله ناکامه کړې


سعودي عربستان ادعا کړیده چې د یمن د حوثي یاغیانو لخوا یې دوه وار شوي بالیستک توغندي غوځار کړیدي چې د یو هدف یې مکه معظمه ویشل و.

د سعودي عربستان دولتي ټلویژن 'العربیه' ویلي چې حوثي یاغیانو په سعودي د یمن نه دوه بالیستک توغندي وار کړي و چې د یو هدف یې د مکې ویشتل و.

حوثیانو د سعودي عربستان دغه ادعا رد کړیده او وایي چې هغوي مکه نه ده په نښه کړی. حوثي یاغیانو په سعودي تور لگولی چې دغه رپورټونه د دې لپاره خپروي چې په یمن کې خپل جنگ ته پلویان پیدا کړي.

په واشنگټن ډي سي کې د سعودي سفارت هم په خپل ټویټر لیکلي دي چې دوه بالیستک توغندي په مکې کې راغوځار کړیدي.

حوثي یاغیانو بیا ادعا کړیده چې هغوي د سعودي عربستان د نجران په سیمې کې د هوایي ډگر سره نژدې د وسلو په یوې اډې د ډرون برید کړیدی. دغه برید سعودي هم تائید کړیدی.

سعودي عربستان او امریکا تور لگوي چې ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي. هم لدی کبله په وروستیو څو ورځو کې د ایران او د امریکا اړیکې سختې خرابې دي او پرله پسې یو بل ته خبرداري ورکوي.

XS
SM
MD
LG