د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي: که د ایران چاره ونشي، د ټولې نړۍ ګټې ته خطر پیښوي


د سعودي شهزاده محمد بن سلمان
د سعودي شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان خبرداری ورکړی که نړیواله ټولنه د ایران په خلاف جدي او قوي اقدام ونکړي، د تیلو بیې به دومره لوړې شي چې تصور یې هم نشي کیدی.
ښاغلي سلمان د امریکا د یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې وویل "که نړیواله ټولنه د ایران د مهارولو لپاره قوي اقدامات ونکړي، جنجالونه به دومره زیات شي چې د نړۍ ګټو ته به خطر ورسوي".
د سعودي د ولیعهد د دې مرکې نه ټیک پنځلس ورځې وړاندې د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانو برید وشو چې د هغه هیواد پنځوس په سلو کې د خامو تیلو د تولیداتو چارې یې ګډې وډې کړلې او هم یې نړۍ ته د تیلو پنځه په سلو کې اکمالات وځنډول.

محمد بن سلمان د دې برید ملامتي په ایران واچوله. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، فرانسې، جرمني او برتانیې هم په برید کې ایران پړ ګڼلی خو ایران بیا دغه تورونه رد کړي.
ښاغلي سلمان وایي غواړي چې دا جنجال په سوله ایزو او سیاسي لارو چارو حل شي ځکه "پوځي حل د نړۍ اقتصاد له منځه وړي".

XS
SM
MD
LG