د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان ۸۱ کسان اعدام کړل


د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس وایي حکومت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ کسان چې په ترهګرۍ او نورو تورونو تورن وو، نن شنبه مارچ ۱۲ (کب۲۱) اعدام کړل.

پدې کسانو کې ۷ یې یمنیان او ۱ یې د سوریې تبع و. سعودي عربستان تیر کال ۶۷ او په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۲۷ کسان اعدام کړي.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس پدې هکله د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې په حوالې ویلي چې اعدام شویو کسانو "بې ګناه سړي، میرمنې او ماشومان وژلي وو". په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دې کسانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې، القاعده او حوثیانو سره اړیکې درلودې.

پدې کسانو دا تور هم و چې د بهرنیو ترهګرو شبکو غړیتوب یې درلود او یا د جګړو سیمو ته تللي وو چې د ترهګریزو سازمانونو سره یو ځای شي.

په اعدام شویو کسانو کې ۳۷ یې د سعودي عربستان اتباع و او پدې تور مجرم وبلل شول چې د امنیتي افسرانو د ترورر، د پولیسو په مرکزونو او موټرو د برید کولو هڅې یې کړې وې.

د سعودي عربستان د بشري حقونو سابقه د پخوا راهیسې د غربي هیوادونو او بشری حقونو د ډلو لخوا تر څارنې لاندې ده او په ځانګړې توګه وروسته تر هغه دې موضوع ته ډیر پام وشو چې په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ خبریال جمال خاشقچي په ترکیې کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

خو سعودي عربستان د بشري حقونو تورونه او سرغړوانې ردوي او ټینګار کوي چې خپل ملي امنیت د هیواد د قوانینو له مخې خوندي ساتي.

XS
SM
MD
LG