د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د روژې په میاشت کې یو تن اعدام کړ


آرشیف
آرشیف

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې دې هیواد یو تن د روژې په میاشت کې اعدام کړی.

د بشري حقونو ادارو ویلي چې په سعودي عربستان کې پدې تیرو څو کالونو کې د روژې په میاشت کې څوک اعدام شوي نه و.

د دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا کس د تیرې مارچ میاشتې په ۲۸ مې د مدینې منورې په ښار کې اعدام شوی.

په راپور کې ویل شوي چې اعدام شوی کس د سعودي عربستان تبع و او د قتل په قضیې کې مجرم ثابت شوی و. په راپور کې ویل شوي چې اعدام شوي شخص یو تن لومړی په چاقو وهلی و او تر وژلو وروسته یې ورته اور اچولی و.

په عین حال کې په اروپا کې د سعودي عربستان د بشري حقونو ادارې د دې هیواد کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په حوالې ویلي چې په سعودي کې د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا څوک د روژې په میاشت کې اعدام شوي ندي.


د بشري حقونو دې ادارې همدرانګه ویلي چې د دې شخص په اعدام کیدو سره په سعودي عربستان کې سږ کال د اعدام شویو کسانو شمیر ۱۷ تنو ته ورسید.

د فرانس پریس خبري اژانس د شمیرو له مخې په سعودي عربستان کې تیر کال ۱۴۷ تنه اعدام شوي پداسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې د اعدام شویو کسانو شمیر یوازې ۶۹ و.


په سعودي عربستان کې همدارنګه تیر کال د مخدره موادو په قضیو کې د تورنو کسانو اعدام کیدل هم د درې کاله بندیز څخه وروسته یو ځل بیا پیل شول.

د بشري حقونو ادارې وایي د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا چې محمد بن سلمان په سعودي عربستان کې واک تر لاسه کړی، پدې هیواد کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان اعدام شوي.

سعودي عربستان تیر کال ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي ډیر احتمال شته چې دغه ۸۱ کسان چې اعدام شوي، په عادلانه توګه به محاکمه شوي نه وي او دا کار یې د سعودي عربستان د "مستبدانه او ظالمانه واکمنۍ" څرګندونه وباله.

دې ادارې ویلي چې په ۸۱ اعدام شویو کې ۴۱ یې د سعودي عربستان شیعه ګان وو چې د پخوا راهیسې ورسره د حکومت لخوا په سیستماتیکه توګه تشدد کیږي.

خو سعودي عربستان ویلي چې په اعدام شویو کې اوه یې د یمن او یو یې د سوریې وګړي وو چې د اسلامي دولت یا داعش، القاعدې ، حوثي یاغیانو او یا نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې اړیکې درلودې.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس پدې هکله د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې په حواله ویلي چې اعدام شویو کسانو "بې ګناه سړي، میرمنې او ماشومان وژلي وو". په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دې کسانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې، القاعده او حوثیانو سره اړیکې درلودې.

پدې کسانو دا تور هم و چې د بهرنیو ترهګرو شبکو غړیتوب یې درلود او یا د جګړو سیمو ته تللي وو چې د ترهګریزو سازمانونو سره یو ځای شي. د سعودي رسمي خبري اژانس د شنبې ورځې د اعدامونو په هکله د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې "حکومت لیوال دی عدالت او امنیت برقرار" کړي او دا اعدامونه یې نورو خلکو ته خبرداری بللی.

سره لدې چې په راپور کې دا ندي ویل شوي چې د خلیج دې شاهي دولت دا کسان څه ډول اعدام کړي خو معمولاً پدې هیواد کې اعدامونه د سر په پرې کولو تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG