د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د شیعه عالم په ګډون ۴۷ کسه اعدام کړل


په اعدام شویو کسانو کې څلور شیعه ګان هم شامل دي.
په اعدام شویو کسانو کې څلور شیعه ګان هم شامل دي.

سعودي په یو وار او ډله ییز ډول ۴۷ کسان اعدام کړي چې ۴۵ یې سعوديان، یو یې مصر او بل یې د چاد اوسېدونکی دی.

دا پېښه په سعودي کې له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده.

په اعدام شویو کسانو کې یو شیعه عالم نمر النمرا هم شامل دی، له هغه سره درې نور شیعه ګان هم اعدام شوي دي.

هغوی پر امنیتي ځواکونو، حکومتي ودانیو او د لویدیځ پر تاسیساتو او ډيپلوماتیکو ماموریتونو باندې په بریدونو تورن وو چې د چارواکو په خبره په کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

اعدام شوي کسان د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د حکومت ضد مظاهرو کې پر پولیسو په ډزو او لاسي بمونو د بریدونو په کولو تورن وو، په دغو پېښو کې یو شمېر پولیس ووژل شول او ۲۰ شعیه کان هم په ډزو وژل شوي وو.

په سیمه کې د سعودي مخکښ رقیب او د هغه ایتلافیانو وار د مخه د دغه شعیه ملا اعدامول غندلي او پر ضد یې کلک اعتراض کړی دی.

په همدې حال کې سعودي هم د شعیه ګانو په سیمې کې امنیتي تدابېر کلک کړي چې څوک ورانی ونکړي.

په سعودي کې په تېر وخت کې ډېر اعدام شوي کسان سونیان وو چې له القاعدې شبکې سره د تړاو لرلو او ځینو نورو جرمونو له کبله اعدام شوي وو.

د سعودي د قانون له مخې پر پولیسو برید کوونکی اعدام کیږي.

XS
SM
MD
LG