د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د فساد په تور له دندو وشړل


د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د فساد او رشوت خورۍ پر ضد مبارزه پیل کړې.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د فساد او رشوت خورۍ پر ضد مبارزه پیل کړې.

په سعودي عربستان کې مطبوعات وایي ګڼ شمیر حکومتي مامورین چې د امنیتي ځواکونو جګپوړي غړي هم پکې شامل دي د فساد او رشوت پر ضد مبارزې کې برطرف شویدي.

حکومت ددې کسانو څخه د رشوت خورۍ او فساد په قضیې کې پوښتنې کوي.

له دندې په ګوښه شویو کسانو کې د الملج او الوجه د ښارونو والیان، د سرحد د امنیتي ځواکونو مشر، سیمه ایز قوماندانان او د کورنیو چارو د وزارت یو شمیر مامورین شامل دي.

پدې کسانو تور دی چې د الولا په تاریخي ښار کې چې د سرې بحېرې په غاړه کې پروت دی، د ځینو کسانو سره مرسته شوې چې حکومتي ځمکې غصب کړي.

پدې سیمه کې د ابها تفریحي ځای دی چې یوه غرنۍ سیمه ده او د سیاحت ګڼ شمیر پروژې پکې همدا اوس د کار لاندې دي.

د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د دغو کسانو سرغړاونو د دې پروژو په کار ډیر اغیز کړی او چاپیریال ته یې هم زیان رسولی خو دا چې دا زیان څه ډول و او د پروژو په بشپړیدو یې څه ډول اغیز کړی، جزیات ندي ورکړل شوي.

په مطبوعاتو کې دا هم ندي ویل شوي چې ټول څومره کسان پدې قضیې کې ګوښه شوي او یوازې د یو څو کسانو نومونه اخیتسل شوي.

په سعودي عربستان کې چاراکي فساد او رشوت خوري یوه وبا بولي او د دغو جګپوړو امنیتي او حکومتي چارواکو برطرف کول او د هغوي نه تحقیقات کول د فساد او رشوت خورۍ پر ضد د حکومت د تازه هڅو یوه نمونه ده.

د سعودي عربستان حکومت د همدې کال د مارچ په میاشت کې شاوخوا ۳ سوه چارواکي د رشوت خورۍ او اختلاس په تور ونیول.

په نیول شویو کسانو پوځي او د قضایه قوې چارواکي هم شامل و.

د سعودي عربستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې ویلي و چې کسانو ۳۷۹ د سعودي عربستان ریال، چې ۱۰۱ ملیونه امریکایي ډالر کیږي، حیف او میل کړي و.

د بشري حقونو د څار ادارې د دې کسانو په نیول کیدو اندیښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی و چې ممکمن هغوي په عادلانه توګه محاکمه نشي.

حکومت دا کسان وروسته تر هغه ونیول چې د ۶۷۴ دولتي مامورینو نه جنایي تحقیقات وشول. ملګرو ملتونو ځکه اندیښنه ښودلې وه چې حکومت نه ددې کسانو نومونه په ډاګه کړل او نه یې دا وویل چې د هغوي نه دا پوښتنې ګرویګنې په کوم ځای کې وشوې.

د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د ادارې فساد پر ضد د کمپاین په پیل کې پیه ۲۰۱۷ کال کې سلګونه د شاهي کورنۍ شهزادګان، وزیران او سوداګر د څو اونیو لپاره په پایتخت ریاض کې په یو هوټل کې بندیان شوي و.

چارواکي وایي دا کسان وروسته تر هغه خوشې شول چې وې منله حکومت ته به ۴۰۰ ملیونه د سعودي ریال ورکوي چې ‍‍۱۰۷ ملیارده امریکایي ډالر کیږي.

اکثریت انتقاد کوونکي وایي چې محمد بن سلمان په سعودي عربستان کې د خپل واک د ساتلو لپاره دا ډول مبارزه پیل کړې.

XS
SM
MD
LG