د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو ټیټ نرخ د خلیج هیوادونو اقتصاد کمزوره کړی


راپورنه واېې، د تیلو د نرخ د راټیټیدو له امله د سعودي عربستان اقتصاد کمزوه شوی او د خپل مصارفو د پوره کولو دپاره دغه هېواد د څو ملیاردو ډالرو پور د اخیستلو هڅه کوي.

خو په خلیج هېوادونو کې دغه یواځني هېواد نه دی چې د مشکلاتو سره مخ دی، د تیلو تولید کوونکي نور هېوادونه هم په بد حال کي دی.

د ١٩٣٠ کال نه مخکي چې لا په بحرین کې تیل نه وموندل شوي، د دی هیواد د اقتصاد زیاتره برخه د ملغلرو په صادراتو ولاړه وه. اوس د بحرین د حکومت یوه چارواکې نورین الصالح غواړي د دی کلتوري میراث د بیا ژوندی کولو لپاره یو بل پلان لري.

هغه واېې "ددی ټولي پروژې هدف دا دی چې د ملغلرو تجارت یوار بیا د بحرین د دوامداره اقتصاد برخه وگرځول شي".

بحرین او د خلیج نور هیوادونه په چټکي دی ته اړتیا لری، چې خپل اقتصاد ته بیلی بیلی بڼي ورکړي. په ٢٠١۴ کال کې د تیلو بیې ١٢٠ امریکایی ډالرو و او نن ورځ ۴٠ ډالره د یوه بیرل قیمت دی.

د موډیز اداری چې د هېوادونو اقتصادی کچي ارزیابي کوي، د بحرین د اقتصاد حيثیت یی تر ټولي لاندی کچي بللی دی. په لندن کې میشت د پانگي د اقتصاد یو څیړونکي جیسن ټواي واېې، چې بحرین یواځني هېواد نه دی چې ددی مشکل سره مخ دی.

د تیلو تولید د سعودی عربستان د ټول عاید ٨٠ فيصده جوړه وي. خو دولتي عاید په تیرو دوه کلونوکې تقریبا نیمایی شوي دی. د حکومت بودیجه ١٥ فيصده کسر ښي او داسي راپورنه شته چې دغه هېواد د ٨ ملیاردو ډالرو د پور اخیستلو په لټه کې دی.

ښاغلی ټوای واېې "د سعودی عربستان چارواکو په تیري لسیږي کي کله چي د تیلو بیعي لوړي وي نو ځانونو ته یی د ساتني ځیني لاري جوړوی کړي وي. نو اوس د نورو هېوادونه سره دوی نسبي قوت لري، چې د تیلو د کم قیمت د بحران سره مقابله وکړي. او که موږ د نور د تیلو تولید کونکو هېوادونه لکه روسیه او د نایجریا سره مقایسه کړو".

د تیلو تولیدو کونکو هېواونو سازمان یا اوپیک د غړي په حیث سعودی عربستان ددی اختیار لري، چې د تیلو د تولید کچه راټیټه کړي چې د تیلو قیمتونه لوړ شي. خو دا په حقیقت کې د سعودی اقتصاد ته تاوان رسوي.

ټوي واېې "دا به په امریکا کې د تیلو تولیدونکو شرکتوه دی ته وهڅوي چې خپل د تیلو تولیدات زیات کړی او دا به یوار بیا په بازار کي د سعودی عربستان اوږد مهاله حیثت د خطر سره مخامخ کړي."

په داسي حال کې چې د امریکا متحده ایالتو د خلیج هېوادونه په تیلو ایتکا کمه کړي او دغه راز د واشنگټن اود سعودی عربستان سیال، ایران ترمنځ اړیکي په سمیدو دی نو د سعودی عربستان جیو پولیټیکې او اقتصادی راتلونکې په اړه پوښتني راپورته شوي دی.

ریاض د دی هڅه کوي، چي خپل هېواد په اقتصاد کې اصلاحات راولي. معاشونه کم کړی او د شخصي سیکټور پانگه اچونه وهڅوي. خو په یو داسي هېواد چې د تیلو په دولت عادت شوي وی، څیړونکي وايي، داسي بدلونه به د کلونو وخت ونیسي چې عملي شي.

XS
SM
MD
LG