د سعودي عربستان باچا عبدالله د ۹۰ کالونو په عمر مړ شو.د رویټرز خبري اژانس وایي چې د هغه کشر ورور شهزاده سلمان بن عبدالعزیز چې ۷۹ کاله عمر لري، د ښاغلي عبدالله پر ځای د سعودي عربستان باچا ټاکل شویدی.
شاوخوا دوه میاشتې کیدلې چې شاه عبدالله د ریاض په یوه روغتون کې د سینه بغل د ناروغۍ په خاطر بستري و خو اژانس د سعودي عربستان د دولتي تلویزیون له قوله ویلي دي چې هغه نن د جمعې په ورځ په روغتون کې سا ورکړیده.
په یوې اعلامیې کې ویل شویدي چې باچا شاه عبدالله د شپې په یوه بجه ساه ورکړیده او د شاهې کورنۍ ټول غړي او د سعودي عربستان ولس د حرمینو شریفینو د خادم د مرګ په خاطر ویرجن دي.
شاه عبدالله په ۱۹۲۳ میلادي کال کې زیږیدلی و او د ۲۰۰۵ کال راپدیخوا یې د سعودي عربستان د باچا په صفت دنده تر سره کوله. هغه د سعودي شپږم باچا و.
پخپله سلمان بند عبدالعزیز السعود هم د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ او حکومت کې د کار کولو زیاته سابقه لري، هغه شاوخوا شل کاله د سعودي عربستان د پایتخت ریاض والي و او د شاهي کورنۍ د غړیو تر منځ د زیاتو ستونزو په حل کولو کې یې د منځګړي په صفت مهم نقش ادا کړیدی.
د باچا شاه عبدالله د ناروغتیا پر وخت سلمان د ملک چارې پر مخ بولې خو په رسمي ډول نن د نوي باچا په حیث اعلان شو.
هغه د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا د سعودي عربستان د دفاع وزیر و او هم یې د امریکا په مشرۍ هغو ایتلافي ځواکونو کې د سعودي د ځواکونو مشري کوله چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف په عراق او سوریې کې هوایي بریدونه کوي. سعودي عربستان پدې عقیده دی چې د اسلامي دولت (داعش) ډله د هغوي سولې او ثبات ته ستر ګواښ دی.
په سعودي عربستان کې ځوانه ټولنه د بدلون غوښتنه کوي خو سعودي عربستان چې شاهي نظام لري او د تیلو له پلو یو غني هیواد ګڼل کیږي، د ښاغلي سلمان لپاره به د هیواد د چارو پر مخ وړل آسان کار نه وي. په سعودي عربستان کې اسلامي شریعت نافذ دی او ښایي چې ښاغلی سلمان به د ټولنیز فشار سره زیاتې ستونزې ولري.
سعودي عربستان ټول ټال شل میلیونه نفوس لري چې د نیمایي نه د زیاتو عمر یې د پنځه ویشتو نه کم دی.
د سلمان بن عبدالعزیز السعود روغتایي وضعیت هم چندانې ښه ندی، یو وار پرې د زړه حمله راغلې ده او کڼ لاس یې هم پوره حرکت نلري.
د شاه عبدالله د ټولو نه کشر ورور شهزاده مقرن بن عبدالعزیز چې ۶۹ کاله عمر لري، او پروسږکال د دویم ولیعهد په توګه ټاکل شوی و،د سلمان بن عبدالعزیز السعود د ولیعهد په توګه وټاکل شو.
شهزاده مقرن په برتانیې کې د جنګي جیټالوتکو د پیلوټۍ په څانګې کې زده کړې کړیدي او د امریکا سره یې راشه درشه ښه ده.
باچا عبدالله د القاعدې سره په جګړې کې د امریکا د متحده ایالاتو نږدې ملګری و او هم یې تر ډیره بریده کوښښ کاوه چې د سعودي عربستان په سخت محافظه کاره حکومت کې اصلاحات راولي.