د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان: حوثیانو د تیلو یوه فابریکه په توغندي ویشتلې


د دې نه وړاندې هم حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانو بریدونه کړي.
د دې نه وړاندې هم حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانو بریدونه کړي.

د سعودي عربستان د تیلو د ارامکو شرکت ویلي د یمن حوثي یاغیانو یې یوه فابریکه د جدې په ښار کې په توغندي ویشتلې.

ارامکو ویلي چې د برید له وجې د تیلو یو ټانکر سوری شوی او د چاودنې نه وروسته په فابریکه کې اور هم لګیدلی خو مسؤلینو اور مړ کړی.

په سعودي عربستان کې د تیلو دغه ستر شرکت د پیښې ځای ته خبریالان بولي و او په برید کې د اوښتي زیان په هکله یې معلومات ورکړي.

د جدې په ښار کې د ارامکو د شرکت یو چارواکي عبدالله الغامدي خبریالانو ته ویلي چې پخوا هم پدې شرکت د "دښمن" لخوا داسې ډول بریدونه شویدي. ښاغلي غامدي ویلي، " له بده مرغه په شرکت د توغندي دا برید پرون شوی. د تیلو په ذخیرې راکټ د بره نه لګیدلی او د ذخیرې پاسنۍ برخه یې ډیره زیانمنه کړې. "

د ارامکو د شرکت دي چارواکي ویلي چې د برید نه وروسته د دې شرکت د تیلو د تولید چارې د دریو ساعتونو لپاره پرچاو شوې وې. دا شرکت د سعودي عربستان لویدیځې برخې ته تصفیه شوي تیل ورکوي او د جیټ الوتکو لپاره هم تیل تصفیه کوي.

په یمن کې حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پرون د دوشنبې په ورځ یې ادعا کړې چې برید هغوي کړی. حوثي یاغیانو ویلي چې د قدس-۲ په نامه توغندی یې پدې شرکت ځکه وار کړی چې سعودي عربستان د هغو ائتلافي ځواکونو مشر کوي چې په یمن کې د حکومت په ملاتړ د دې یاغیانو په خلاف جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG