د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان کې د اعدام سزا ۸۵ فیصده کمه شوې


د سعودي عربستان د بشري حقونو کمیسیون رپوټ ورکړی چې پدې هیواد کې په ۲۰۲۰ کې د اعدامونو شمیر ډیر راکم شوی دی.

سعودي عربستان تل په هغه هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت او د اعدام د سزا د زیات تطبیق کولو په وجه د نړیوال له خوا له انتقادونو سره مخامخ دی.

د سعودي عربستان د بشري حقونو کمیسیون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومي ۲۹) د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې پدې هیواد کې ۲۷ تنه اعدام شوي چې دا د ۲۰۱۹ کال په پرتله په اعدامونو کې۸۵ فیصده کموالی ښیی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې سعودي عربستان په ۲۰۱۹ کې ۱۸۴ کسان اعدام کړي وو چې دا په یو کال کې په هغه هیواد کې د اعدامولو تر ټولو لوړه کچه وه.

په بریتانیا کې میشت د بشري حفونو یوه مدافع ډله چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اعدامونو چارې څاري هم تائید کړې چې تیر کال په سعودي کې ۲۵ تنه اعدام شوي دي خو دغې ډلې خبرداری ورکړی چې کیدای شي په روان کال په سعودي کې اعدامونه زیات شي.

دغې ډلې د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "ددغه کموالي یوه برخه د فبرورۍ نه تر اپریل پورې د کروناویروس د مخنیوي د بندیزونو پورې اړه لري، چې په دغه جریان کې حکومت د محدودیتونو او د ویروس د کنترول په خاطر د اعدام حکومونه تطبیق نکړل."

سعودي عربستان په ۲۰۲۰ کال کې یو لړ عدلي او قضایي اصلاحات پیل کړي دي.

د تیر کال په اپریل کې سعودي عربستان د هغو مجرمینو اعدامول وځنډول چې د جرم پر وخت د ۱۸ کالو څخه ټیټ عمر ارونکي وو.

د سعودي عربستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې د سلطنتي فرمان په اساس هغه کسان چې د ۱۸ کالو څخه په ټیټ عمر کې په جرم مرتکب کیږي، باید له لسو کلونو بند څخه زیاته سزا ورنکړل شي.

XS
SM
MD
LG