د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان: په ایران کې روزل شوې تروریستي ډله مو نیولې ده


سعودي عربستان رپوټ ورکړی چې یوه لس کسیزه ترهګره ډله یې نیولې ده چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا روزل شوې ده.

د سعودي عربستان مقاماتو همداشان ویلي دي چې دغه ډله یې د روانې میاشتې په پیل کې نیولې او له هغوی څخه یې وسلې او چاودیدونکي توکې هم ترلاسه کړي دي.

خو، ایراني مقاماتو نن د سپتمبر په ۲۹ (تلې اتمه) دغه ادعا تور ګڼلی او هغه یې رد کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عربستان نشي کولای په "تکراري او بې ارزښته" تورونو سره خپلو اهدافو ته ورسیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا متحده ایالات او سعودي عربستان په خلیج کې د تیلو پر تاسیساتو باندې د تیر کال د بریدونو پړه پر ایران اچوي، هغه تورونه چې ایران رد کړي دي.

ایران همداشان پدې تورن دی چې د یمن حوثي یاغیان، د لبنان حزب الله، حماس او د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې او په سیمه کې د نورو سخت دریځو ګروپونو ملاتړ کوي او هغوی تمویلوي.

XS
SM
MD
LG