د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د یمن پایتخت بمبارد کړی


په هوایي برید کې د حوثیانو د توغندیو د وارولو دستګاه له منځه تللې.
په هوایي برید کې د حوثیانو د توغندیو د وارولو دستګاه له منځه تللې.

سعودي عربستان وایي د یمن په پایتخت صنعا کې یې د حوثي یاغیانو ، چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د توغندیو د وارولو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړي.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د برید په هکله په ټویټر کې نن سه شنبه ډسمبر۷ (لیندۍ ۱۷) وویل چې رید د حوثي یاغیانو د بلاستیک توغندیو د برید په ځواب کې شوی. وايي په برید کې د توغندیو د وارولو دستګاه له منځه تللې.

دغه خبري اژانس لیکلي، "په صنعا کې مونږ هغه دستګاوې له منځه وړي چې د بلاستیک توغندیو او ډرون الوتکو لپاره ترې کار اخیستل کیده."

د سعودي عربستان د دولتي‌ خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د هوایي برید هدف په سیمه کې څو سمڅې او د بلاستیک توغندیو د ذخیره کولو ځایونه و چې د پایتخت صنعا په څنډو کې پراته و.

اژانس د سعودي عربستان د دفاع وزارت په حوالې لیکلي چې دغه وزارت به د ملکیانو او خاورې د خوندیتوب او دا ډول بریدنو د مخنیوي لپاره د ټولو امکاناتو نه کار اخلي.

د سعودي عربستان دې خبري اژانس همدارنګه ویلي چې پوځ یو بلاستیک توغندی شنډ کړی چې حوثي یاغیانو د یمن څخه په سعودي عربستان توغولی و.

حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي، د یمن پایتخت یې په ۲۰۱۴ کال کې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه او د دې هیواد ډیری شمالي برخې یې هم په لاس کې دي.

د حوثیانو لخوا د صنعا تر نیولو وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په یمن کې پدې یاغي ډلې هوایي بمبارۍ پیل کړلې. په جګړې کې تر اوسه لسګونه زره کسان وژل شوي او په میلونونو نور یې کډه کیدو ته اړ شوي.

حوثي یاغیانو تر اوسه د برید په هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG