د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د اماراتو په ګډون دریو هیوادونو څخه د الوتکو پروازونه بند کړل


د سعودي اوسیدونکي باید دې هیوادونو ته دسفر کولو لپاره اجازه ولري.

د سعودي عربستان چارواکو د کرونا د ویروس د نوې بڼې د خپریدو د مخنیوي لپاره نن شنبې جولای ۳ (چنګاښ ۱۲) د عربي متحده اماراتو، ایتوپیا او ویتنام نه د الوتکو پروازونه بند کړل.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سعودي اوسیدونکي چې ددې هیوادونو نه بیرته راستنیږي، د ۱۴ ورځو لپاره به قرنطین وي.

وزارت همدرانګه ویلي چې د سعودي اتباع د اجازه پرته نشي کولی چې دغو هیوادونو ته مستقیم یا غیرې مستقیم سفر وکړي.

د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا دا پریکړه په نړۍ کې د کرونا د "دلتا" نوې بڼې د خپریدو په خاطر شوې که نه خو دومره یې ویلي چې د "کویډ۱۹ ویروس د نوي بڼې د فشار له وجې دا پریکړه شوې."

د کرونا د "دلتا" ویروس د لومړي ځل لپاره په هند کې خپور شو خو ویل کیږي چې اوس لږ تر لږه د نړۍ په ۸۵ هیوادونو کې خپور شوی.

د روغتیایي چارو متخصصین وایي وایي چې د کرنا دا بڼه د نورو بڼو په پرتله تر ټولو په چټکه توګه د یو انسان نه بل ته خپریږي.

د کرونا ویروس د خپریدو نه وروسته سعودي څه باندې یو کال خپلو وګړو ته اجازه نه ورکوله چې د هیواده بهر سفر وکړي خو شاوخوا ۷ اوونۍ وړاندې یې اعلان وکړ چې هغوي چې بشپړ واکسین یې کړی وي، د سفر کولو اجازه لري.


عربي متحده اماراتو تیره اوونۍ اعلان کړی و چې د کرونا د ویروس د نوې بڼې څو قضیې یې ثبت کړي او د هند نه یې د الوتکو پروازونه بند کړل.

په سعودي عربستان کې د کرونا ویروس د خپریدو راپدیخوا ۴۹۰ زره کسان پدې ویروس اخته شوي او ۷۸۵۰ مړه شویدي.

XS
SM
MD
LG