د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان له سوریې خپل سفیر وباسه


سعودي عربستان له سوریې خپل سفیر وباسه
سعودي عربستان له سوریې خپل سفیر وباسه

سعودي عربستان په داسې حال کی خپل سفیر د سوریې نه بیرته غوښتی دی چې د سوریې په حکومت باندې د بین المللی ټولنی فشارونه زیاتیږي چې په مخالفو احتجاج کوونکو باندې حملې بندې کړي.

د سعودی عربستان باچا ، ملک عبداله نن یو بیان خپورکړی او د سوریې نه یې غوښتی دی چه نور خلک ونه وژنی. باچا عبداله وویل، دغه وضع د دین او اخلاقو خلاف ورزی ښیی.

د سعودی عربستان د باچا ددی بیان نه مخکی ، د عربی هیوادونوټولنی اوهمداشان دخلیج د همکاری شورا بیانونه خپاره کړی دی. خو تراوسه پوری زیاتره عرب رهبران غلی وو او ددی مسلی په باره کی یی څه نه ویل.

له بلی خوا د سوریی مبارزین اوولس وایی چه امنیتی قواوو، د زرهدارو موټرو په ملاتړ، نن بیا د دیرالزرو په ښار ډزی وکړی. دغه حمله د پرون راهیسی پېل شویده. د بشری حقوقو ډلی وایی لږ ترلږه ۴٢ کسه پرون په دغه ښارکی وژل شویدی.

دغه مبارزین وایی، عسکرو همدغه راز ، نن ، د عدلیب د ایالت د ماریت ال نومان په ښار باندی حمله وکړه، او خلک یی نه دغه ښارته د تلو راتلو، نه ، منع کړل.

جمهورریس بشار الاسد ، چه د خپلی پرونی حملی دفاع یی وکړه، وایی، دا یوه ملی وجیبه ده چه د هغوکسانوسره همدغسی سلوک وشی چه سړکونه او لاری بندوی او په خلکو کی دهشت اوډار اچوی. ښاغلی اسد دغه خبره، د لبنان د خارجه وزیر سره د غونډی په وخت کی کړیده.

ښاغلی اسد همدغه راز، وویل سوریه د اصلاحاتو په لاری، روانه شویده.

XS
SM
MD
LG