د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن په جګړې کې مشر سعودي قوماندان ووژل شو


د مارچ میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد عملیاتو کې د سعودي شاوخوا ۸۰ تنه وژل شوي چې ډېر یې سرتېري او سرحدي ځواکونه دي.
د مارچ میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد عملیاتو کې د سعودي شاوخوا ۸۰ تنه وژل شوي چې ډېر یې سرتېري او سرحدي ځواکونه دي.

په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمن شیعه یاغیانو پر ضد د کمپاین ایتلاف د سعودي د یو قومندان او د متحده عربو اماراتو اماراتو د یو افسر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د راپورنو له مخې د سعودي قومندان ډګروال عبدالله الساحیان او د اماراتو افسر سلطان الکتبي د دوشنبې په سهار د یمن په جنوب ختیځ کې " د تایز د ازادولو د عملیاتو د چارو د څارلو او ارزولو پر مهال " ووژل شول.

د یمن یو چارواکي د اسوشیټټ پرس خبري اژانس ته وویل چې دواړه چارواکي د باب المندیب په ستراتیژیک ولایت کې د یاغیانو د توغندیو په برید کې وژل شوي دي. دغه سیمه د سرې بحیرې او عدن د ټاپو په منځ کې ده.

یاغیانو په خپلې ویپاڼې ادعا کړې چې دوی د باب المندیب په سیمه کې " د دښمن د قوماندې پر مرکز " د توچک په نامه توغندي وېشتلي دي.

یاغیان دعوه کوي چې په برید کې " ډېر خلک وژل شوي او د ایتلاف د اپاچي د څرخي الوتکو په ګډون ډېر پوځي وسایل هم ویجاړ شوي دي". خو، د یاغیانو دغه دعوه تراوسه نورو سرچینو تائید کړې نه ده.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د مارچ له میاشتې راهیسې د ایران له ملاتړه د برخمنو یاغیانو پر ضد بمبارۍ کوي او حکومتي ځواکونه مجهز کوي.

د یمن رسمي خبري اژانس سبنیوز وايي چې وژل شوی عرب قومندان ساحیا د شنبې په ورځ د یمن له ولسمشر عبدلربه منصور هادي سره ولیدل او ولسمشمر د هغه پر ټټر د زړورتیا مډال و ځړاوه.

متحده عرب امارات چې، د سعودي په مشرۍ ایتلاف کې پراخه ونډه لري، د خپل افسر وژل کېدل تايد کړي خو نور یې جزییات يې نه دي ورکړي.

د یمن د جګړې له پیل راهیسې تراوسه په سعودي کې ۸۰ کسان چې، ډېر یې سرتېري او سرحدي ځواکونه دي، وژل شوي دي.

متحده عرب امارات بیا وايي چې تراوسه يې د یمن په جګړې کې ۷۰ سرتېري وژل شوي دي. همدغه راز د بحرین یو شمېر سرتېري او د قطر یو سرتیری هم په دغې جګړې کې وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې له مارچ راهیسې په خپله په یمن کې دننه ۵۸۰۰ کسان وژل شوي چې نژدې نیمايي يې ولسي خلک دي او تر ۲۷۰۰۰ ډېر نور خلک ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG