د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان نجونو ته د سپورت اجازه ورکړه


سعودي زغاستونکې سارا عطار د لندن د المپیک په لوبو کې د گډون پر وخت
سعودي زغاستونکې سارا عطار د لندن د المپیک په لوبو کې د گډون پر وخت

د سعودي عربستان د معارف وزارت په عامه ښوونځیو کې نجونو ته د ورزش او بدني روزنې اجازه ورکړه.

د سعودي د معارف وزارت دغه تصمیم په داسې حال کې نیسي چې ددې هیواد ښځې د کلونو راهیسې د ورزش او نورو پراخو مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

د سعودي د معارف وزارت ویلي چې دوی به د شرعي مقرراتو سره سم ورو ورو سپورت او فزیکي زده کړو ته په ښوونځیو کې اجازه ورکړي.

په سعودي عربستان کې د نجونو سپورت ته په عامه ښوونځیو کې د اجازه ورکولو تصمیم ځکه خورا مهم دی چې په بدني فعالیتونو کې د ښځو ونډه اخیستل حرام گڼل کیږي. ددې هیواد یو شمیر سرسخته محافظه کاران د ښځو سپورت "بې شرمي" گڼي او وایي دا کار د ښځو د جنسیت له حدودو نه تیری دی.

د سعودي په یو ښوونځي کې نجونې د باسکتبال ورزش زده کوي
د سعودي په یو ښوونځي کې نجونې د باسکتبال ورزش زده کوي

څلور کاله دمخه سعودي عربستان یواځې په خصوصي ښوونځیو کې د نجونو ورزش ته په رسمي توگه اجازه ورکړې وه.

د سعودي ښځو د لومړي ځل لپاره په ٢٠١٢ کې د لندن په نړیوال المپیک کې گډون وکړ.

په دغو لوبو کې سعودي ورزشکارې سارا عطار په ٨٠٠ متره منډه کې گډون کړی و. همداشان یوې بلې سعودي زغاستونکې کریمان عبوالجدایل په ٢٠١٦ کې د ریو دی جنیرو په المپیک لوبو کې په سل متره زغاسته کې گډون کړی و.

په سعودي عربستان کې د نجونو د فوټبال یو ټیم هم فعالیت کوي چې د ریاض په یو پټ ځای کې تمرینونه کوي.

د سعودي عربستان د نجونو د فوټبال ټیم
د سعودي عربستان د نجونو د فوټبال ټیم

په سعودي کې لاهم پر ښځو باندې عمده محدویتونه شته. ښځې د موټر چلولو نه منع دي او باید بهر ته د سفر او پاسپورت اخیستلو لپاره د خپل نارینه سرپرست نه اجازه واخلي.

سپورت او ورزش ته لاس رسی هغو ښځو ته چې امکانات یې لري او کورنۍ ورته اجازه ورکوي یو خورا عصري بلل کیږي. په څو تیرو کلونو سعودی یو شمیر ښځینه شخصي ورزشي کلپونو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده، خو په دغو کلپونو کې غړیتوب خورا گران او د زیات شمیر خلکو له وس پورته دی.

د سعودي د معارف وزارت وایي نجونو ته په ښوونځیو کې د سپورت اجازه ورکول ددې هیواد د ٢٠٣٠ کال د لرلید په اړه د حکومت د پلان سره مطابقت لري چې ټولنه او اقتصاد ورغول شي. دغه پلان د هیواد په ټولو اوسیدونکو غږ کوي چې په ورزشي او بدني فعالیتونو کې ونډه واخلي.

دوی وایي چې د سعودي ١٣ فیصده نفوس په اونۍ کې یو ځل سپورت کوي. حکومت هڅه کوي چې دا شمیره ۴٠ فیصدو ته لوړه کړي او د عمر کچه د ٧۴ نه ٨٠ کلونو ته زیاته کړي.

د سعودي عربستان د جودو ورزشکاره وجدان شاهیرکاني د لندن په المپیک د پورتریکو له ورزشکارې سره سیالي کوي
د سعودي عربستان د جودو ورزشکاره وجدان شاهیرکاني د لندن په المپیک د پورتریکو له ورزشکارې سره سیالي کوي

XS
SM
MD
LG