د لاس رسي وړ اتصالات

ماشومانو د ژغورنې اداره: پرافغان ښوونیزو مرکزونو بریدونه زیات شوي


په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي، اوس مهال شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له ښوونځیو بهر دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي، اوس مهال شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له ښوونځیو بهر دي.

د سیف اف چلډرن په نوم د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو باندې د وسله والو بریدونه ډیر شوي دي.

د سیف اف چلډرن په نوم د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت په اړه په یو نوي راپور کې افغان ماشومانو ته په ورپیښو ګواښونو ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په دغه هیواد کې په وسله والو نښتو کې ۳۶۳ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیف اف چلډرن ادارې نن د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۵ مه) په یوه اعلامیه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي " یوناما" د راپور په اساس ویلي، چې په دغه موده کې ۹۹۲ ماشومان ژوبل شوي هم دي.

تیره ورځ " یوناما" په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه په خپل یو راپور کې وویل، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په دغه هیواد کې ټول ۱۶۹۲ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۳۶۳ یې ماشومان دي.

همداشان " یوناما" ویلي، چې په دغه موده کې ټول ۳۴۲۰ ملکي وګړي، چې ۹۹۲ تنه يې ماشومان دي، د ښکیلو ډلو ترمنځ په نښتو کې ژوبل شوي دي.

په کابل کې د ماشومانو د ژغورنې دفتر " سیف اف چلډرن" ویلي، چې د روان کال د شپږو میاشتو شمیرنې په تیرو پنځلس کلونو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په کچه کې ۱۵ فیصده کموالی ښيي.

"سیف اف چلډرن" ادارې په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په مرکزونو په بریدونو کې په زیاتوالي باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې یوازې په یوه میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د ښوونې او روزنې په مرکزونو دولس بریدونه شوي دي.

" سیف اف چلډرن" د ادارې د افغانستان د دفتر مشر اونو ون منِن په دې اړه ویلي " د جګړو په پایله کې په سلګونو ماشومان وژل شوي ـ په هره ورځ کې دوه ماشومان وژل شوي، دا په داسې حال کې ده، چې هغوی بابد زده کړې وکړي او د خپل ماشومتوب څخه خوند واخلي".

" سیف اف چلډرن" دغه چارواکی وایي، چې د هغو افغان ماشومانو لپاره ، چې ښوونځیو ته ځي وضعیت د هرې ورځې په تیریدو خطرناک کیږي.

د ماشومانو د ژغورنې د ادارې د معلوماتو پراساس اوس مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان له ښوونځیو بهر دي.

" سیف اف چلډرن" ادارې په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواوو غوښتي، چې د جګړو پر مهال د ماشومانو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG