د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو سرود به هر ښوونځي ته ورسول شي


د ماشومانو دا سرود په دري ژبه دی، شعر یې سمیع حامد لیکلی او د موسیقۍ د ملي انستیتوت زده کوونکو یې موزیک تیار کړی دی.
د ماشومانو دا سرود په دري ژبه دی، شعر یې سمیع حامد لیکلی او د موسیقۍ د ملي انستیتوت زده کوونکو یې موزیک تیار کړی دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا سیف د چلډرن مؤسسې د موسیقۍ له ملي انستیتوت سره د ښوونځیو د ماشومانو لپاره د ماشومانو سرود چمتو کړې دی او دا سرود به د پوهنې د وزارت په مرسته د ټولو ښوونځیو ماشومانو ته ورسول شي.


نن پنجشنبه په اماني لیسه کې د ماشومانو د سرود د اورولو مراسمو ته د ولسمشر غني د مېرمنې په شمول ګڼ دولتي چارواکي ورغلي وو.

د سیف د چلډرن مؤسسه وايي، د ماشومانو دا سرود به هر ښوونځي ته ورسوي، او سرود ماشومانو ته د ښې ایندې لپاره د نویو هېلو د ورکړې او هڅونې په پام چمتو شوی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د مؤسسې مشره انا ماریا لوکسین وویل "د ماشومانو د ملاتړ د ادارې له اړخه تمه لرو، چې يو ورځ دا سرود د هر ماشوم زړه ته لار پيدا کړي."

د ماشومانو د سرود د اورولو پدغو مراسمو کې د ولسمشر غني مېرمنې بي بي ګل رولا غني وویل په هیڅ ډول باید تاوتریخوالي ته اجازه ور نه کړل شي.

مېرمن غني وویل رښتیا هم چې مونږ په تاوتریخوالي کې ژوند کوو، باید د تاوتریخوالي مخه ونیسو.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت چارواکو وویل چې د ماشومانو دا سرود به عام کړي.

د پوهنې وزارت مرستیال غلام جیلاني همایون وویل دا سرود به د ښوونځي هر ماشوم ته ورسوي.

د سیف د چلډرن د مؤسسې سفیر فرهاد دریا بیا ژمنه وکړه چې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې تیار دی چې لا نورو ښو پروژو کې په رضاءکار توګه برخه واخلي.

د ماشومانو دا سرود په دري ژبه دی، شعر یې سمیع حامد لیکلی او د موسیقۍ د ملي انستیتوت زده کوونکو یې موزیک تیار کړی دی.

XS
SM
MD
LG