د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتو کې د شدید باران له کبله دفترونه او ښوونځي تړل شوي

باران د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې د سیلاب سبب شوی او یو شمېر پروازونه لغوه شوي دي.
باران د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې د سیلاب سبب شوی او یو شمېر پروازونه لغوه شوي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري بارانونو او سیلاب دوه اوونۍ وروسته، د پنجشبنې په ورځ مۍ دوهمه (غوايي ۱۳) د شدید باران د یوې بلې څپې له کبله دفترونه او ښوونځي تړل شوي دي.

د هوا پېژندنې ملي ادارې وویل چې طوفاني باد او باران تېره شپه د تیلو د زیرمو لرونکي دغه بډای هېواد کې دوام درلود او په ځینو سیمو کې په ځايي وخت د سهار تر اتو بجو، تر ۵۰ ملي مترو باران ورېدلی دی.

دغه باران د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې د سیلاب سبب شوی او یو شمېر پروازونه لغوه شوي دي.

د اماراتو او فلای دوبۍ هوايي شرکتونو مسافرو ته د پروازونو د ځنډېدو په اړه خبرداری ورکړی او ډیر حکومتي دفترونه او ښوونځي تړل شوي دي.

وروستی باران د اپریل ۱۶ د شاوخوا ۲۵۰ ملي مترو باران له کچې څخه کم وو. په تیر ځل باران کې د اماراتو ډیرې سیمې اوبو لاندې کړې وې، په زرګونو پروازونه لغوه شوي او له کبله یې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي وو.

د پنجشنبې په ورځ، په خپرو شویو تصویرونو کې د دوبۍ او شاوخوا ځینو سیمو کې پر سرکونو پرېښودل شوي موټرونه لیدل کیږي چې اوبو لاندې کړي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې په سعودي‌ عربستان کې هم د سختو بارانونونو له کبله سرکونه او کورونه له اوبو لاندې شوي او په ډیرو سیمو کې ښوونځي تړل شوي وو.

د ساینس پوهانو یوې ډلې تېره اونۍ وویل چې په عربي هېوادونو کې وروستي شدید بارانونه د انسان په لاس د تیلو د سونګ له کبله د نړیوالې تودوخې لوړوالی دی.

په متحده عربي اماراتو کې د تیرې میاشتې باران ددغه هېواد په تاریخ کې ساری نه درلود چې له کبله یې په ګاونډي عمان کې لږ تر لږه ۲۱ تنه مړي شوي وو.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG