د لاس رسي وړ اتصالات

د مریخ ماموریتونه؛ سپي ‌ته ورته روباټ په مصنوعي ذکاوت سمبال کیږي 


سپي ته ورته روبات په مصنوعي ذکاوت سمبالیږي
سپي ته ورته روبات په مصنوعي ذکاوت سمبالیږي

د باستن ډینامیکس شرکت له لوري جوړی شوید سپات په نامه سپي ته ورته روباټ په مصنوعي ذکاوت مجهز کیږي.

د دې کار هدف دا دی چې دا روباټ په راتلونکو احتمالي ماموریتونو کې وکولی شي په مریخ کې په خپلواک ډول پلټنې وکړي.

د امریکا د فضايي چارو د ادارې(ناسا)د جې پي ال په لابراتوار کې د سپات روبات ته د مصنوعي ذکاوت داسې وړتیا ورکړل شوېده چې وکولی شي د انسانانو له لارښونې او جي پي اس ته له لاسرسي پرته په هغو سیمو کې په خپلواکه توګه کار وکړي چې د انسانانو لپاره ډیرې خطرناکې ګڼل کیږي.

په یوې ویډیو کې چې په دې وروستیو کې خپره شوې د کلیفورنیا په شمال کې د سپات یو شمیر روباټونه د سوړو د راسپړلو په حال کې لیدل کیږي.

د دغه سیستم جوړونکي وايي د سپات روبات اوس کولی شي له ۶۰ دقېقوڅخه په کم وخت کې سلګونو متره سوړه راوسپړي او د تري ډي نقشې د اخیستو ترڅنګ هغه سیمې هم په نښه کړي چې د ساینسي څېړنو ارزښت لري.

په ازمایښتيپړاونو کې روباتونه له ازمایښتي ټیم سره د اړیکوله پرې کېدو وروسته هم په تماس کې واو کله چې اړیکهورسره پرې شوه،ټول کارونه دوی په خپله کول.

ناسا وايي روباټونه په ګډه کار کوي، داسې چې کله یو له یوې سیمې نمونې راټولوي بل یې د ازموینود ترسره کولولپاره لازم وسایل وروړي.

له دې پروژې سره دامریکا ماساچوست د ټکنالوژۍ انستتیوت ام آی ټي‌ او یو شمیر نورې ادارې هم مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG