د لاس رسي وړ اتصالات

د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه؛ افغانستان پکې برخه نلري


د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزه نن پنجشنبه ۱۵ سپتمبر (وږي ۲۴) د ازبکستان په سمرقند ښار کې په داسې حال کې پیل شوه چې دغې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب څوک ندي وربلل شوي.

په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته په دغه سازمان کې د څارونکي په توګه برخه ورکړل شوه.

له غونډې وړاندې د کوربه هېواد ولسمشر شوکت مرضیایوف ویلي و چې د سرمشریزې موخه د خپل منځي یووالي زیاتول دي. څېړونکي وايي، ددغه سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په ګډون د یو شمېر مسایلو په اړه په یوه خوله ندي.

څارونکي وايي، په کابل کې روانه میاشت د روسیې په سفارت حملې او هلته د ترهګرو ډلو موجودیت د مرکزي اسیا ګاونډي هیوادونو او روسیه کې د سیمه ییز امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

سږ کال د شانګهای د مشرانو غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د کرونا وبا اقتصاد ځپلی، اوکراین کې جګړه ده، اذربایجان او ارمنستان تازه نښتې کړي او په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ددې سازمان د غړو هېوادونو یو بل سره د تړلو چاره سخته کړې ده.

پخوانی افغان ډیپلوماټ زردشت شمس وايي، د شانګهای د همکارۍ سازمان دپاره افغانستان مهمه موضوع ده ځکه چې دغه هېوادونه په افغانستان کې وروستیو بدلونونو اغېزمن کړي دي.

هغه وویل: "نو دوی به طبعاً په دې باندې بحث کوي. بحث او تصامیم به د افغانستان په سیاست، په حکومتوالۍ، تجارت، امنیت او په ټوله کې د افغانانو په ژوند اغیز لري".

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۰۱ کال راهیسې فعال دی خو پر دې سازمان نیوکه کېږي چې تر ډېره پر امنیتي موضوعاتو متمرکز دی او اقتصادي اړخ ته په پوره اندازه پاملرنه نه کوي.

خو په پېښور کې د ډان ورځپاڼې مسئول اسماعیل خان اقتصاد او امنیت له یو بل سره تړلي بولي او وايي، تر څو پورې چې د امنیت مسئله حل نه شي نو اقتصاد مخکې نه شي تللی.

په دې سازمان کې د چین او روسیې سربېره د مرکزي آسیا هېوادونه (قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان) او همدارنګه پاکستان او هند غړیتوب لري.

په پېښور پوهنتون کې د مرکزي آسیا د څېړنو مرکز پخوانی مشر سرفراز خان وايي که ددې سازمان تاریخچې ته وکتل شي نو څرګندیږي چې پاکستان او یا افغانستان ته یې ګټه نده رسېدلې.

هغه وویل: "البته چین، ایران او روس لپاره کار کوي. څه ګټې شوې دي په اقتصاد کې هم او په امنیت کې هم".

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي ۳.۵ میلیارد نفوس لري چې د نړۍ د نفوس نږدې نیمايي برخه تشکیلوي. د چین ولسمشر شي جینپینګ او د اوکراین سره په جګړه کې ښکېل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د نورو مشرانو ترڅنګ په غونډه کې برخه لري.

څېړونکي وايي‌ دوی به د افغانستان په اړه خبرې کوي او تمه نه لري چې پر طالبانو به فشار واچول شي.

پخواني افغان ډیپلوماټ زردشت شمس وویل: "چین او روسیې د طالبانو سره ګرمې اړیکې ساتلي خو تر اوسه دوی پر طالبانو د فشار راوستو نه ډډه کړې ده".

ښاغلی شمس وايي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د غوښتنې په تړاو د چین او روس په دریځو کې توپیر شته.

هغه وویل: "چین کاملا دا د افغانستان داخلي موضوع ګڼي. د روسیې اړیکې د منځنۍ اسیا سره او خصوصا د ازبکستان او تاجکستان سره دي. هغوی بیا په طالبانو نیوکې کړي دي".

د سرمشریزې وړاندې د کوربه هېواد ازبکستان ولسمشر شوکت مرضیایوف ویلي چې په غونډه کې به د خپل منځي اتفاق پر زیاتولو غور کوي. خو غړي هیوادونه په یو شمېر خپلمنځي شخړو، امریکا او ناټو سره پر اړیکو، او د کراین او افغانستان د موضوعاتو په اړه په یوه نظر نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG