د لاس رسي وړ اتصالات

ولې سکاټلند غواړي چې له برتانیا جلا شي؟


نن پنجشنه د سپتمبر ۱۸ د سکاټلند ولس پرېکړه کوي چې له انگلستان سره ٣٠٧ کلن اتحاد پای ته ورسوي ، په نړۍ کې د یوه مستقل دولت په توگه خپل هوېت تثبيت کړی او که ېو ځاې ورسره پاتې شي.

د رائېو په پاڼو باندې صرف دوه ټکي لېکل شوي چې هو او نه. درائېو اچولو ٢٦٠٠ مرکزونه په ټول سکاټلنډ کي پرانېستل شوي دي.د رائېو ورکوونکو شمېر زښت زیات دی او د مستحقو رائېې ورکوونکو له جملې نه ېې ٩٥ فېصدو خپل نومونه راجستر کړي دي.

د دغې ټولپوښتنې ابتدايي پایله به د برتانیا په وخت دشپې دلسو بجو نه ورورسته د معلومه شي.

د برتانيا دڅو لويوگوندونو مشرانو پريکړه کړې که د سکاټلند خلک د نه جلا کېدو پرېکړه وکړي نو ډير امتيازات اواختيارات به ورکړل شي خو بيلتون غوښتونکي وايي سکاټلند یواځې د برتانیا نه د بيليدو په صورت کې اختيارات تر لاسه کولی شي.

د برتانیا لومړي وزیر ډیوډ کيمرون ويلي که سکاټلنډ جلا شو، نو د برتانیا له پونډو - کرنسۍ- او برتانوي پاسپورټ څخه استفاده کولی نه شي، له بلې خوا داروپايي اتحادیې مشرانو هم ويلي که سکاټلند جلا شي د دغې ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره به لس کاله ولګي .

د امریکا غږ اشنا راډیو خبریالې نوشابې اشنا په لندن کې د سیاسي چارو له کارپوه صلاح الدین سعیدي سر ه د ټولپوښتنې پر ممکنه پایلو او د سکاټلند د جلا کېدو پر لاملونو غږېدلې ده .

مرکه دلته واروﺉ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG