د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: افغان امنیتي ځواکونه د تشدد د مهارولو وړتیا لري


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر وایي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تشدد د مهار کولو لپاره لازم مهارتونه لري.

جنرال میلر د امریکا د سي بي اس تلویزیون سره په مرکې کې په افغانستان کې د تشدد د پیښو د ډیریدو په هکله وویل، "افغان امنیتي ځواکونه یې (مهار کولو) ته چمتو دي. هغوي وړتیا لري او خلکو زما نه ښکاره اوریدلي چې افغان امنیتي ځواکونه باید ودریږي. "

دا امریکایي جنرال پداسې حال کې د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو په وړتیا خبرې کوي چې د افغانستان د دفاع وزرات ویلي د نرخ ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي .

د دفاع وزارت وایي د طالبانو نه د میدان وردک د نرخ ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د خاصو عملیاتو ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.

وزارت همدرانګه ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه په تکتیکي توګه د ولسوالۍ نه په شاتګ کړی دی.

یو جګپوړي حکومتي چارواکي ویلي د عملیاتو هدف دا دی چې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو لخوا د اعلان شوي اوربند د پيل کیدو نه وړاندې دا ولسوالي بیرته ونیول شي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "دا کار باید همدا نن د اوربند د پیل کیدو نه وړاندې وکړو ځکه چې بیا طالبان لا ځان قوي کوي، عملیات پیچلي کیږي او زمونږ مرګ ژوبله ډیریږي."

د دفاع وزارت همدرانګه ویلي چې د عملیاتو په پیل کې په سیمه کې هوایي بمبارۍ هم شویدي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

په همدې حال کې د میدان وردک ولایت سیمه ایزو چارواکو هم ویلي که د نرخ ولسوالي هر څومره ژر چې امکان لري، بیرته ونه نیول شي، ښایي په څو ورځو کې به جګړه کابل ته وغځیږي.

پایتخت کابل ته نږدي دا ولسوالي پداسې حال کې د طالبانو لاسته ورځي چې د افغانستان نه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي او پدې هکله اندیښنې پیدا شوي چې آیا د بهرنیو ځواکونو پرته به افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د دفاع توان ولري او که نه.

سره لدې چې افغان چارواکو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وړتیا "بشپړ" ډاډ څرګند کړی خو ها خوا بیا د امریکا نظامي چارواکو ویلي چې سږ کال د اوړي په موسم کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا په سمه توګه جوته شي.

په افغانستان کې معمولاً د پسرلي او اوړي په موسمونو کې جګړې زور اخلي.

XS
SM
MD
LG