د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبان باید اوربند تمدید او تاوتریخوالی کم کړي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یو خبري کنفرانس پر وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو لخوا د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند د اعلان هر کلی کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون دوشنبه مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا له طالبانو او غواړي چې د سولې په اوسني بهیر کې جدي عمل وکړي تر ځو د افغانستان خلک "د ترهګرۍ او بې معنی تاوتریخوالي پرته راتلونکې" ولري.

ښاغلي پرایس له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې اوربند وغځوي او تر څنګ یې تاوتریخوالی هم کم کړي.

هغه زیاته کړې: "موږ ټول پوهیږو چې تاوتریخوالي ته بیرته ګرځېدل به بې معنا او هم غمجن وي او طالبان باید پوه شي چې تاوتریخوالي ته بیرته ګرځېدل به مشروعیت ونلري."

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا په اختر کې د اوربند د اعلان هر کلی کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په وروستۍ اونۍ تاوتریخوالی «وحشتناک» و چې په خبره یې د افغانستان خلکو یې لویه بیه پرې کړه.

ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی چې افغانان تر دې زیات د سیاسي جوړ جاړي او تلپاتې اوربند مستحق دي.

هغه ویلي چې سیاسي توافق ته د رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې ګړندۍ او په خبره یې دغه «بې معنا» جګړه باید پای ته ورسیږي.

زلمي خلیلزاد ویلي چې دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي او په وینا یې متحده ایالات یې ملاتړ کوي.

وسله والو طالبانو وړمه شپه د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په دغه موده کې له تعرضي بریدونو څخه ډډه وکړي.

تر هغه وروسته تیره ورځ ولسمشر غني هم افغان سرتیرو ته په اختر کې د اوربند مراعتولو سپارښتنه وکړه.خو د افغانستان جمهوري ریاست هم د وسله والو طالبانو لخوا پر دایمي اوربند ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG