د لاس رسي وړ اتصالات

د سرپل د صیاد ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی


د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالمالک نظامي تېره شپه «لیندۍ ۱۲مه» پر دغې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د صیاد د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه شپږ سرتېري ووژل او اوه تنه نور ټپیان شول.

د سمې اوسېدونکو ویلي چې طالبانو ځینې پوستې هم نیولي
د سمې اوسېدونکو ویلي چې طالبانو ځینې پوستې هم نیولي

​ښاغلي اماني وویل:" تېره شپه طالبانو د صیاد ولسوالۍ د نیولو لپاره پر دغې ولسوالۍ باندې له څلورو خواو بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅون کوونکو د کلک مقاومت سره مخ شول، خو په دغو جګړو کې قومندان عبدالمالک نظامي د خپلو شپږ سرتېرو سره ووژل شو".

د سرپل ولایتي چارواکي وايي، په دغو جګړو کې ۱۳ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو په دغو جګړو کې د ولسوالۍ سره نږدې څو پوستې هم نیولې وې، چې بیا یې ورته اور واچوه.

د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې اندېښنه وښوده، چې که چېرې دغې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري وانه ستول شي، نو ممکن دا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي.

د سرپل ولایتي شورا دغه ولسوالۍ ته د اضافي ځواکونو استولو غوښتنه کړې
د سرپل ولایتي شورا دغه ولسوالۍ ته د اضافي ځواکونو استولو غوښتنه کړې

ښاغلي رحماني وویل:"د امنیتي ځواکونو پرتله د دښمن د وسله والو شمېر زیات دی، که چېرې تازه دم ځواکونه دغې ولسوالۍ ته وانه استول شي د ولسوالۍ وضعیت به لا هم خراب شي او د سقوط احتمال به یې زیات شي".

د سرپل ولایتي شورا دغه چارواکی وایي، چې د تېرې شپې په جګړو کې د پولسیو ترڅنګ د ملي اردو یو شمېر سرتېري هم وژل شوي، خو په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو دا راپورونه تائید کړي نه دي.

تراوسه وسله والو طالبانو د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG