د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزیر: امنیتي ګواښونه لوړ، خو په وړاندې امکانات کم‌دي


طارق شاه بهرامي
طارق شاه بهرامي

د افغانستان دفاع وزیر وايي، دغه هېواد له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دی.

طارق شاه بهرامي د چهارشنبې په ورځ د«لړم پر۲۳مه» د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل که څه هم د دغو ګواښونو په مقابل کې د دوی امنیتي او دفاعي امکانات کفایت نه کوي، خو وايي، هڅه کوي په موجوده امکاناتو یې دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې:"زموږ د وطن په وړاندې توطئې او ګواښونه ډېر لوړ دي، خو زموږ موجوده امنیتي‌او دفاعي امکانات کفایت نه کوي."

ښاغلي بهرامي وویل، دا مهال، په غزني، غور، فاریاب، روزګان، میدان وردګ، کندز، فراه، سرپل او بغلان ولایتونو په یو شمېر سیمو کې جګړې روانې دي.

هغه د غزني جاغوري او مالستان، د غور چهارصده او خاص روزګان هغه ولسوالۍ یادې کړې چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

افغان ملي اردو
افغان ملي اردو

بهرامي وویل چې د یادو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د دوی ځینې امنیتي پلانونه پلې شوي او یو شمېر نور د پلې کېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د غزني د وضعیت د کنټرول لپاره د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز دامهال په غزني کې دی.

ښاغلي بهرامي د مالستان او جاغوري جګړې په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د افغانانو دښمنان د افغانستان دښمنان دي.

په دغه استجوابیه غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم د یو شمېر وکیلانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې، په غزني او خاص روزګان کې جګړه قومي نه بلکې د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې ده.

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

​ویس احمد برمک وویل وسله والو طالبانو د سیمې د استخباراتو په مرسته هڅه کوي پر حکومت او خلکو فشار راوړلو سره د خلکو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.

د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو نن د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد بر مک او د ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزی خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتې و.

د وکیلانو د معلوماتو لمخې معصوم ستانکزی ولسي جرګې ته ورغلی وو خو د نامعلومو دلایلو لمخې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ګډون ونه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۳ ورځو راپدېخوا په خاص روزګان، د غزني په جاغوري او مالستان او شمېر نورو ولایتونو څخه د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG