د لاس رسي وړ اتصالات

د ټیسټ په دویمه ورځ افغانستان د آیرلنډ نه ۱۲۰ منډې وړاندې دی


Test cricket
Test cricket

د افغانستان او آیرلنډ تر منځ د ټیسټ په دویمې ورځ افغانستان د آیرلنډ د لوبډلې نه ۱۲۰ منډې وړاندې دی. آیرلنډ پخپل لومړني نوبټ کې ۱۷۲ او افغانستان ۳۱۴ منډې کړیدي.

آیرلنډ بیا پخپل دویم نوبت کې تر اوسه ۲۲ منډې کړیدي او یوازې یو لوبغاړی یې سوځیدلي. د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخې کې رحمت شاه ۹۸، حشمت الله شاهدي ۶۱ او اصغر افغان ۶۷ منډې کړیدي.

د افغانستان لپاره په توپ اچونې کې یمین احمدزي او محمد نبي درې درې او راشد خان او وقار سلام خیل دوه ذوه لوبغاړي وسوځول. وروسته تر دې چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شوار بشپړ غړیتوب واخیست، دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ د ټیسټ کوربه دی.

افغانستان د ټیسټ لومړنۍ نړیواله لوبه د هند سره وکړله او دا یې د ټیسټ دویمه نړیواله لوبه ده.

XS
SM
MD
LG