د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د مصنوعي غوښې تولید په پراخېدو دی


مصنوعي غوښه د څارویو له بدن څخه د اخیستل شویو حجرو جوړیږي. دغه حجرې په لابراتوار کې په لویو اوسپنیزو مرتبانونو کې د تغذیې په نتیجه کې غټیږي او غوښه ورڅخه جوړیږي.
مصنوعي غوښه د څارویو له بدن څخه د اخیستل شویو حجرو جوړیږي. دغه حجرې په لابراتوار کې په لویو اوسپنیزو مرتبانونو کې د تغذیې په نتیجه کې غټیږي او غوښه ورڅخه جوړیږي.

په کلیفورنیا کې د مصنوعي غوښې د جوړولو شرکت "ګوډ میټ" د امریکا د خوړو او درملو له ادارې څخه جواز ترلاسه کړ چې په لابراتوار کې جوړه شوې د چرګ غوښه بازار ته وړاندې کړي.

په امریکا کې ګڼ شمېر شرکتونه هڅه کوي چې مصنوعي غوښې بازار ته وړاندې کړي. دا شرکتونه اړ دي چې لومړی د امریکا د خوړو او درملو د ادارې او زراعت وزارت څخه جواز ترلاسه کړي.

له "ګوډ میټ" وړاندې، د کلیفورنیا ایالت بل شرکت "اپسایډ فوډ" په تېر نومبر کې له چارواکو څخه د چرګ مصنوعي غوښې د جوړولو او بازار ته د وړاندې کولو جواز اخیستی و.

چارواکو ویلي چې دا مصنوعي غوښه په نورو طریقو د جوړو شویو خوراکي موادو په څېر د انسانانو دپاره د خوړلو وړ ده او خطر نه پېښوي.

د "ګوډ میټ" شرکت د ۲۰۲۰ کال راهیسې په سینګاپور کې مصنوعي غوښې پلوري. ددې شرکت مسولین وايي چې په امریکا کې به د خپلو تولیداتو پلور له رستورانتونو پیلوي.

مصنوعي غوښه د څارویو له بدن څخه د اخیستل شویو حجرو جوړیږي. دغه حجرې په لابراتوار کې په لویو اوسپنیزو مرتبانونو کې د تغذیې په نتیجه کې غټیږي او غوښه ورڅخه جوړیږي.

د مصنوعي غوښې د تولید شرکتونه خپل تولیدات د چاپیریال دپاره ګټور بولي او وايي که د څارویو د حلالولو پر ځای غوښه په مصنوعي ډول تولید شي نو له دې سره به په نړۍ کې نږدې ۱۵ سلنه مضره ګازونه کم شي.

XS
SM
MD
LG