د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان هرکال د چرګانو ۲۶۰زره مټریکه ټنه غوښه تولیدوي


اوس مهال د چرګانو غوښې د تولید کلنۍ کچه څه باندې ۲۶۰زره مټریکه ټنو ته رسېږي
اوس مهال د چرګانو غوښې د تولید کلنۍ کچه څه باندې ۲۶۰زره مټریکه ټنو ته رسېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي تېر کال د چرګانو څه باندې ۲۶۱زره مټریک ټنه غوښه تولید شوې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس د غوښې زیاته برخه یې د کابل، هرات، ننګرهار، تخار، کندهار، بلخ، هلمند او فراه په ولایتونو کې تولید شوې ده.

د کرنې وزارت ویلي چې کابل د ۴۷۱۱۰مټریک ټنو په تولید سره د چرګانو غوښې د تولیدونکو ولایتونو په سر کې ځای لري.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت نن دوشنبه اپرېل ۱۲(وري ۲۳) په دې اړه اعلامیه کې ویلي: "د چرګ پالنې په سکټور کې افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی او د هېواد په کچه اوس مهال د چرګانو غوښې د تولید کلنۍ کچه څه باندې ۲۶۰زره مټریکه ټنو ته رسېږي."

په افغانستان کې د چرګانو فارمونه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي د دوی د معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې د غوښیو، هګیو او چرګانو پالنې ۹۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعالیت کوي.

یاد وزارت ویلي چې د یادو فارمونو له ډلې ۳۵۲۰ د هګیو د چرګانو، ۵۷۲۳ د غوښینو چرګانو او څلور د تکثیري چرګانو فارمونه دي.

په اعلامیه کې راغلي: "کابل د د۲۰۷۳ فارمونو په دلودو سره د هګیو چرګانو تر ټولو زیات فارمونه لري، له کابل وروسته د پکتیا، لوګر او هرات ولایتونه هم د هګیو د جرګانو فارمونه لري."

د کرنې او مالدارۍ ویلي چې د غوښینو چرګانو ډېری فارمونه بیا د کندهار په ولایت کې دي چې شمېر یې ۱۱۰۰ ته رسیږي.

په همدې توګه د ننګرهار، فاریاب، بلخ، فراه، هرات او لغمان په ولایتونو کې هم د غوښینو چرګانو فارمونه فعالیت کوي.

د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس په کابل او کندهار ولایتونو کې د چرګانو تکثیري فارمونه هم فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG