د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی


کابل ته د ښاغلي پمپیو د سفر نیټه له مخکې رسنیو ته اعلان شوې نه وه
کابل ته د ښاغلي پمپیو د سفر نیټه له مخکې رسنیو ته اعلان شوې نه وه

راپورونه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته تللی دی. کابل ته د هغه د دغه ناببره سفر نیټه مخکې رسنیو ته اعلان شوې نه وه.

یوې حکومتي سرچینې د اسوشیتډپرس اژانس ته ویلي دي چې ښاغلی پمپیو به له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره وګوري.

ټاکل شوې چې نوموړی به له ولسمشر غني سره یو ګډ کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه افغانستان ته دا د ښاغلي پمپیو لومړنی سفر بلل کیږي.

د دغه خبر نور جزیات وروسته خپریږي

XS
SM
MD
LG