د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: په نړۍ کې د مطبوعاتو آزادي تر برید لاندې ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په نړۍ کې د مطبوعاتو آزادي تر برید لاندې ده.

بلینکن په روسیې کې د امریکايي ورځپانې وال سټرېټ ژورنال د خبریال ایوان ګرشکویچ نیول کېدو ته په اشارې وویل چې خبریالان په زیاتیدونکې توګه او په بېلابېلو ډولونو تر ګواښ لاندې دي.

هغه زیاته کړه: "دا اوس په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرشکویچ، توقیف شوی. دا بې انصافي د هغه سره د هغه د دندې له وجې شوې. موږ په کلکه د هغه د آزادۍ په لټه کې یو، د هغه د سمدستي خوشې کولو هڅه کوو."

د مطبوعاتو د ازادۍ څارونکې ادارې، بې سرحده خبريالانو، د چهارشنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي ۱۳) د مطبوعاتو د ازادۍ په کلني راپور کې وویل چې د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې د رسنیو د آزادۍ حالت بد دی.

ددغه ادارې له خوا په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو د وضعیت د ارزونې په نتیجه کې د بیان د آزادۍ وضعیت په ۳۱ هیوادونو کې "ډیر جدي"، په ۴۲ کې "ناوړه"، په ۵۵ کې "ستونزمن" او په ۵۲ هیوادونو کې "ښه" یا د "قناعت وړ" ښودل شوی دی.

ددې ارزونې له مخې په خپرې شوې درجه بندۍ کې ناروې لومړی مقام او شمالي کوریا وروستی مقام خپل کړی. افغانستان په دغه فهرست کې ۱۵۲م ځای لري.

متحده ایالات په ۴۵م مقام کې ځای لري، روسیه ۱۶۴ ته راښکته شوې او چین هم له دویم څخه ۱۷۹م ته ټیټ شوی دی.

افغانستان چې د جمهوري نظام پر مهال د مطبوعاتو د آزادۍ له اړخه د سیمې تر هیوادونو غوره ګڼل کېده، اوس د رسنیو د ازادۍ په درجه بندۍ کې لوېدلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېر کال کې یې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۱۳ پېښې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG