د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو په واشنګټن کې د اسرائیل د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري


د امریکا د باندنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، نن د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسرائیل د باندنیو چارو له وزیر، ګیدین سعار، سره ویني.

د باندنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې ټاکل شوې ده چې دا لیدنه کتنه نن له غرمې وروسته په ځايی وخت په ۳:۱۵ وشي.

دا په داسې حال کې ده چې وزیر روبیو د سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې اسرائیل ته په سفر کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم بنیامن نتنیاهو سره کتلي وو او په مهمو مشترکو مسایلو او ګډو ګواښونو باندې یې خبرې کړې وې.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د اسرائیل د باندنیو چارو له وزیر سره تیلیفوني تماس کې د حماس او حزب‌الله پر وړاندې د اسرائیل د کامیابیو ستاینه کړې وه.

نوموړي همدغه راز د اسرائیل او لبنان ترمنځ د دښمنۍ د ختمېدو لپاره یې روانو هڅو ته اشاره وکړه او په سیمه کې د سولې راوستو لپاره د ایران د ګواښونو سره د مبارزې په اړه د ګډې مبارزې په دوام ټینګار کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG