د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د بهرنيو ترهگرو په مرسته د ټاکنو گډوډول غواړي


د کندهار ښار
د کندهار ښار
امنیتي مسئولین وايي، په جنوبي ولایتونو کې د ټاکنو د دوهم پړاو د گډوډولو لپاره د وسله والو طالبانو او بهرنیو سخت دریځو شمیر تر پخوا زیات شوی.

امنیتي مسئولین وايي په جنوبي ولایتونو کې د افغان وسله والو طالبانو تر څنګ د بهرنیو سخت دریځو شمېر تر پخوا زیات شوی او غواړي چي د ټاکنو دوهم پړاو ته خنډونه پیدا کړي.
په کندهار کې د جنوبي ولایتونو د والیانو او د پوځ د لوړپوړو منصبدارانو په غونډه کې د زابل ولایت ته د سیمه ييزو پوليسو د تشکیل د زیاتوالي غوښتنه وشوه.

د جنوب د درې ولایتونو د ټاکنو د امنیت لپاره څه دپاسه شل زره افغان سرتیري ګمارل شوي دي.

د رپوټونو له مخې بهرني سخت دریځه وسله وال د افغان طالبانو سره یو ځای د جگړې پر لومړی کرښه فعالیت کوي.

افغان استخباراتي مامورین وايي چې یواځې په کندهار کې تر درې زره زیات ورانکاري د بهرنیو جنګیالیو په مرسته غواړي د ټاکنو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

د کندهار، زابل او اروزګان د والیانو او امنیتي مقاماتو په سیمه ییزه غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي وويل چې افغان ځواکونه په زغرده د ټاکنو په امنیت بوخت دي.

نوموړی د لویدیځو ولایتونو او د هلمند او کندهار د امنیتي چارو له ارزونې وروسته په خبرو کې د افغان ځواکونو ترمنځ همږغږي وستایله او زیاته یې کړه چې دغه اصل د ډیرو ګواښونو په وړاندي غوره ځواب دی.

د کندهار ریګستان او د زابل شملزي هغه ولسوالۍ دي چې د ډیورنډ له پولې له اخوا څخه د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفین ترې د نا امنیو د رامنځ ته کولو لپاره د عبوري لارو په توګه کار اخلي.

د زابل والي محمد اشرف ناسري د شملزو او میزاني ولسوالۍ لپاره د سیمه ييزو پوليسو د تشکیل غوښتنه وکړه.

د ملي پوځ د ځمکنیو پوځونو قوماندان جنرال مراد علي مراد په دې غونډه کې وویل چې نړیوال ځواکونه به د تیر ځل په څېر د ټاکنو په دوهم پړاو کې هم ملاتړی رول ولري او د اړتیا په صورت کې به مرسته کوي.

د ټاکنو په ورځ به په جنوب کې ټولټال ۵۱۰ مرکزونه پرانيستي وي چې په کندهار کې ۲۳۴ مرکزونه، په زابل کې ۴۷ ، په اروزګان کې ۴۹ او په دایکندي کې به د رائیو ۱۸۰ مرکزونه د رایه ورکوونکو پرمخ پرانستي وي.
XS
SM
MD
LG