د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي چارواکي: د ګرشک د سقوط هڅه مو شنډه کړه


وسله والوطالبانو د یوې اونۍراهیسې د ګرشک په ولسوالۍکې په د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي دي.
وسله والوطالبانو د یوې اونۍراهیسې د ګرشک په ولسوالۍکې په د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي دي.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت د نهر سراج ولسوالۍ چې په عامه توګه د ګرشک د ولسوالۍ په نوم یادیږي د سقوط هڅه شنډه کړې او تیره شپه یې ۱۹ تنه مخالف وسله وال په یو سخته جګړه کې چې په سلګونو وسله والو په کې برخه لرله وژلي دي.

ګرشک ولسوالي له تیرې یوې اونۍ راهیسې د سختو جګړو شاهده وه.

د حکومت مخالفو وسله والو د یوې اونۍ جګړو په ترڅ کې د ګرشک د زنبلي او د ادم خان په نوم دوه حوزې په خپل کنټرول کې راوستې وې.

د هلمند امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ امریکا غږ ته وويل چې ددغو جګړو په لړ کې تیره شپه سل ګونو وسله والو مخالفینو د ګرشک د ولسوالۍ د نیولو لپاره په دغه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پرتو پوستو پراخه بریدونه پیل کړل چې د افغان امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت وروسته د مخالفو وسله والو برید په شا وتمبول شو.

جنرال عبدالرحمن سرجنګ وویل چې په دې جګړه کې نړیوالو ځواکونو هم افغان امنیتي ځواکونو سره د هوايي ملاتړ په برخه کې مرسته کړې ده.

هغه وویل په دغه جګړه کې د افغان حکومت ۱۹مخالف وسله وال وژل شوي او ۲۴ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

د هلمند امنیه قوماندان زیاتوي چې د قاطع ماموریت د هوايي ځواکونو په بریدونو کې ملکي افغانانو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

جنرال عبدالرحمن سرجنګ پدغه جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه وویل چي یوازې د پوليسو یو منصبدار وژل شوي او بل چاته په کې د سر زیان ندی اوښتی.

خو د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل وايي چې لاهم د ګرشک ولسوالۍ د امنیتي ګواښ سره مخ ده.

محمد کریم اتل چې همدا اوس د ګرشک ولسوالۍ له مرکز څخه دوه کیلو میتره لرې د عزت نیکه په سیمه کې جګړه روانه ده او د افغان حکومت مخالفو وسله والو خپل وسله وال د هلمند له نورو سیمو څخه هم دې جګړې ته استولي دي.

د هلمند ګرشک ولسوالي د کندهار – هرات د لويې لارې پر سر پرته ولسوالي ده چې د ځايي خلګو په باور د افغان حکومت مخالف وسله وال هڅه کوي چې د ګرشک ولسوالۍ په نیولو سره په دغه لویه لاره کنټرول حاصل کړي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته د یوه تلیفوني پیغام په لېږلو سره ادعا کړې چې د ګرشک ولسوالۍ د عزت نیکه په سیمه کې يې یوه امنیتي قرار ګاه له خپل ځای پر شاه کړې او ګڼي سیمي يې تر خپلې ولکې لاندې را وستي دي.

په هلمند ولایت کې له تیرو څلورو میاشتو راهیسې سختې جګړې دوام لري چې په ترځ کې يې د نوزاد او موسی کلا ولسوالیو سقوط کړی او د سنګین ولسوالۍ په ګډون په مارجه، نادعلي او ځینو نورو برخو کې افغان امنیتي ځواکونو د ولسوالیو تر مرکزونو پورې خپل واک ساتلی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG