د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یوه ولسوالۍ نیولې او پر ځینو نورو یې بریدونه کړي


طالبانو په سرپل، کندز، فاریاب، بدخشان، هلمند او کونړ کې پر یو شمېر سیمو او ولسوالیو بریدونه کړي دي.
طالبانو په سرپل، کندز، فاریاب، بدخشان، هلمند او کونړ کې پر یو شمېر سیمو او ولسوالیو بریدونه کړي دي.

راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ نیولې ده. طالبانو پر کوهستاناتو پرون بریدونه پیل کړي و او نن سهار یې ونیوله.

د سرپل ولایت د امنیه قوماندان جنرال محمد اصف جبارخیل امریکا غږ ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په سقوط کې د ارباب حسن په نوم یو سیمه‌ییز قوماندان لاس درلود.

د سرپل د امنیې قوماندان وايي له دغې ولسوالۍ څخه افغان امنیتي ځواکونه په ګاونډ کې پرتې د صیاد ولسوالۍ ته په شا تګ کړی دی.

جنرال جبارخیل وویل چې دوی اوس د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو د پلان په ترتیبولو بوخت دي او له مرکز څخه یې د هوایي ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

طالبانو دعوه کړې چې پر کوهستاناتو باندې د برید پر مهال یې ګڼ افغان امنیتي ځواکونه وژلي او د هغوی یو شمېر ګاډي او مهمات یې هم نیولي دي.

طالبانو د کندز پر خان اباد هم برید کړی

د کندوز د خان اباد ولسوال حیات الله امیري وایي چې له تیرو دوو ورځو راهیسې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش په سیمه کې جګړه روانه ده او په سلګونو خلک بې کوره شوي دي، یو ولسي او یو پاڅون کوونکی وژل شوي دي.

ولسوال حیات الله امیري وایې چې اقتاش کې د ۵۰ کلیو له جملې یې اوس ۳ کلي د پاڅون کوونکو په واک دي او نوره سیمه طالبانو نیولې ده.

طالبانو د قلعه ذال په ولسوالۍ کې هم د نبي په نامه پر یو سیم اییز قوماندان حمله کړې، قوماندان نبي امریکا غږ ته وویل چې اوس په ۱۴ مختلفو ځایونو کې جګړه روانه ده.

هغه وویل چې په دغه جګړه کې د ده ۱۱ وسله وال کسان ژوبل شوي او دوه نور يې وژل شوي دي، خو دوی هم ۱۱ طالبان وژلي او ۱۹ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

ده ومنله چې طالبانو ترې ځیني وسایط وړي دي، خو وايي چې که کس له طالبانو څخه نیول شوی ټانګ بېرته ونیوه، پنځه زره ډالره انعام ورکوي.

له فاریاب او بدخشان څخه هم راپورونه ورکړل شوي چې طالبانو د یو شمېر ولسوالیو پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

په شمال کې د طالبانو بریدونه داسې مهال زیات شوي چې، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم شمال ته تللی و چې، د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري وکړي.

په کونړ کې هم پر ولسوالۍ برید شوی

د کونړ ولایت چارواکي وايي سلګونو وسله والو د دغه ولایت پر مرورې ولسوالۍ برید کړی چې لا هم جګړه په کې روانه ده.

چارواکي وايي یو شمېر پاکستاني وسله وال هم د برید کوونکو په ډلې کې دي.

د دغې جګړې په اړه لا دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت یو پلاوی اسلام اباد ته تللی چې پر کونړ او یو شمېر نورو سرحدي سیمو باندې د ادعا له مخې د پاکستان له خاورې د توغندیزو بریدونو د مخنیوي په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د اسلام اباد سفیر احضار کړی چې له همدې کبله ورته احتجاج وکړي.

د هلمند پر نوزاد هم برید شوی

اخوا، د هلمند ولایت چارواکي وايي چې ګڼو وسله والو د دغه ولایت د نوزاد ولسوالۍ پر مرکز ډله اییز برید کړی دی.

د والي مرستیال محمد جان رسولیار وايي چې په جګړې کې دواړه غاړو ته تلفات اوښتي خو، دقیقه شمېره یې نه ده ترلاسه شوې.

په افغنستان کې داسې مهال جنګ جګړو او د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ څه موده مخکې د سولې مخامخ خبرې وشوې او ټاکل شوې چې دواړه غاړې ډېر ژر بیا سره وګوري.

داسې ویل کیږي چې شاید په دویمې غونډې کې به پر موقت اوربند هم خبرې او ټېنګار وشي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG