د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان د استیناف محکمې د مدني دیوان رئیس ووژل شو


په دغه چاودنه کې قاضي محمود الحسن وژل شوی او د هغه دوه لورګانې ټپیانې شوي دي.
په دغه چاودنه کې قاضي محمود الحسن وژل شوی او د هغه دوه لورګانې ټپیانې شوي دي.

د لغمان د استیناف د محکمې د مدني دیوان رئیس قاضي محمود الحسن، د چهارشنبې په سهار اته بجې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې هغه مهال ووژل شو، چې د هغه په شخصي موټر کې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېده.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سمونیار حضرت حسین امریکا غږ ته وویل، چې قاضي الحسن جلال اباد ښار ته پر لاره و، چې د ششم باغ سیمه کې یې په موټر کې له وړاندې خوندي شوی ماین وچاودېده.

هغه وايي، قاضي محمود الحسن په دغه چاودنه کې وژل شوی او له هغه سره په موټر کې ناست دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار روغتون مسولین وايي د پېښې له ځایه ورته دوه ټپي ماشومې نجونې ور وړل شوي، چې تر درملنې لاندې دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل، چې قاضي محمود الحسن خپلې دوه لوڼې ښوونځي ته لېږدولې، چې په لاره کې د چاودنې ښکار شوي دي.

هغه زیاتوي، چې دغه ماشومانې د لسو او دولسو کلونو په عمر وې.

وسله والو طالبانو ددغه پېښې مسولیت په غاړه اخستی او ویلي یې دي، چې په دغه چاودنه کې د قاضي محمود الحسن په شمول د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

یوه اونۍ وړاندې د کونړ د استیناف محکمې یو قاضي هم په ورته چاودنه کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG