د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د نارنج ګل عطر په نړیوال بازار کې


نارنج ګل
نارنج ګل

د فرانسې مشهور شرکت سفورا د افغانستان د ننګرهار د نارنج ګل عطر په خپلو شرکتونو او انلاین بازار کې خرڅوي.

د سفورا شرکت وايي چې دغه عطر د نارنجو له خالص ګل څخه جوړ شوي چې د ستړيا د لېرې کولو تر څنګ فضا خوږه او معطره کوي. وايي دا عطر دنارینو او زنانو دواړه لپاره جوړ شوي دي.

د سفورا شرکت په خپل ویبسایټ باندې دا عطر انلاین خرڅوي. په معیاري بوتل کې یې ١١ ملي لېتر او غټ بوتل کې یې ٥٠ ملي لیتر عطر شته چې د ۲۸ ډالرو څخه نیولې تر ۷۷ ډالرو پورې قیمت لري.

د ننګرهار د نارنج د ګلو دغه عطر پر فرانسې سربېره د سیفورا په ټولو نړیوالو شرکتونو کې هم پلورل کیږي.

د نارنج ګل عطر
د نارنج ګل عطر

د سیون ویرجوس یو کاناډايي شرکت دغه عطر جوړ کړي دي خو سفورا یې نړیوال بازار کې خرڅوي.

سیفورا د فرانسې یو مشهور شرکت دی چې په ۱۹۶۹میلادي کال کې جوړ شوي او د ښکلا، سنګار، عطر او دا ډول ۳۰۰ بېلابېل مواد خرڅوي.

تر دې مخکې په ننګرهارکې د اور ځلا په نامه یو شرکت هم ویلي وو چې د نارنج ګل او نورو ګلونو څخه عطر جوړوي.

د دغه شرکت چارواکي وایي هرکال د ګلان په موسم کې شاوخوا ۳۰ ټنه ګلان ټولوي او عطرونه ترې جوړوي.

د سفورا شرکت وايي چې د نارنج ګل د روزلو له لارې ۲۳۰۰ باغبانانو سره مرسته کیږي او له دې لارې د کوکنارو د کر مخه نیول کېدی شي.

XS
SM
MD
LG