د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سپمتر بریدونو ته چټک ځواب ورکړ


 د متحدو ایالاتو ددفاع وزیر جېم ماتیس په کابل کې په ناڅاپي سفر کې ښکاري.
د متحدو ایالاتو ددفاع وزیر جېم ماتیس په کابل کې په ناڅاپي سفر کې ښکاري.

د کابل په پوهنتون کې یو شمېر محصلین له دې ورځې راوروسته تحولات د افغانستان په ګټه بولي خو یو شمېر نور وایې چې هېواد ورځ تر بلې له ترینګلي وضعیت سره مخامخ کېږي.

په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښې پر افغانستان نیغ په نیغه ناوړه اغېزه وکړه. له همدې امله اوولس کاله وړاندې دامریکا په مشرۍ نړۍ وال ځواکونه افغانستان ته ولاړل.

دا ورځ د زیات شمېر افغانانو په ياد ده، د کابل په پوهنتون کې یو شمېر محصلین له دې ورځې را وروسته تحولات د افغانستان په ګټه بولي، خو یو شمېر نور وايي، چې افغانستان ورځ تر بلې له پیچلي وضعیت سرهمخ په مخ کیږي.

داورځ لا د ګڼ شمیر افغانانو په یاده. په هغوی کې یوشمیر وايي له دغې ورځې نهرا وروسته په افغانستان کې تحولات کله مثبت او کلههم له ترینګلي حالت سره مخامخ شوي دي.

د کابل په پوهنتون کې اکثریت ځوان محصلین هغه دي، چې عمرونه یې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر له پیښې نهایله څو کاله زیات وي..

شفیق مبارک احمدزی، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو محصل وايي" د ستپمبر په یوولسمه په امریکې کې یوه تاریخي او بوگنوونکې پېښه رامنځته شوه. په افغانستان کې اساسي تغییرات دا وینو چې یو نسبي ثبات رامنځته شویدی او افغانستان یو جمهوري نظام لري".

یو شمېر نور محصلین د ځوانانو لپاره د پرمختګونو یادونه کوي. د ژورنالیزم محصل وسیم ارین وايي د طالبانو رژیم پایته ورسیدلو نو واقعیت دادی چی ډیر پرمختگ شویدی؛ ډیری ځوانانو تعلیم کړیدی اواکثره ځوانان د لیسانس کچی ته رسیدلی دي.

د کابل په پوهنتون کې محصلې انجونې وايي، چې د سپټمبر د پیښې نه را وروسته په افغانستان کې ښځو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.

د سپتمبر د ١١- مې د پېښې اغېزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

پدې پوهنتون کې محصلې انجونې وايي، چې د سپټمبر د پیښې نهرا وروسته په افغانستان کې ښځو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.

د کابل پوهنتون محصله ناهیدوايي " اوس ښه ده نو ډیر پېشرفتونه شویدی، جینکۍ آزادانه کولی شی چې پوهنتونو ته او ښوونځیو ته ولاړې شی.

خو یو شمېر نور محصلین دا هم وايي، چې د سپټمبر له پیښې نه را وروسته اوولس کاله تیریږي خو افغانستان اوس هم له یوه ناسم وضعیت سره مخامخ دی او د پرمختګ په ځای په شاتګ کوي.

XS
SM
MD
LG