د لاس رسي وړ اتصالات

صربستان کې ۷ زره کډوال اروپا ته د تللو انتظار باسي


د صربستان-هنګري د پولو په اوږدو کې ډیری مهاجرین د افغانستان او پاکستان وګړي دي
د صربستان-هنګري د پولو په اوږدو کې ډیری مهاجرین د افغانستان او پاکستان وګړي دي

د کډوالو پر مخ د اروپايي هېوادونو د سرحدونو له بندیدو سره سره، د صربستان د مهاجرینو په کمپونو کې دیره کډوال اوس هم تمه لري چې د ختیځې اروپا هېوادونو ته ځان ورسوي.

د صربستان-هنګري د پولو په اوږدو کې پراته مهاجرین چې ډیری یې د افغانستان او پاکستان وګړي دي په ډیر بد حالت کې انتظار باسي چې د ښه ژوند د جوړولو په موخه د خپلې خوښې اروپايي هېواد ته لاړ شي.

له افغانستان څخه راغلی یو مهاجر، برات یو مهال پخپل هېواد کې نرس و. هغه تمه لري چې له هنګري څخه په تیریدو په یو اروپايي هېواد کې خپلې لوړې زده کړې پاي ته ورسوي.

هغه وایې: "زه غواړم چې په یو ښه روغتون کې کار وکړم او ښه تجربه تر لاسه کړم. که زموږ هیواد امن شو زه به بیرته ستون شم او له خپلو خلکو سره به مرسته وکړم."

شاوخوا ۷۰۰۰ کډوال د صربستان په پولو کې ددې انتظار باسي چې د خپلې خوښې اروپايي هېواد ته واوړي.

د دیارلسو اروپایي هېوادونو د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د چارشنبې په ورځ [فبرورۍ ۸] موافقه وکړه چې د نویو اقداماتو له لارې د پناه غوښتونکو پر مخ د یونان پولې تړلي پاتې شي.

یو پاکستاني کډوال وویل چې په صربستان کې یې ګڼې ستونزې ګاللې دي: "اکثر ځوانان غواړي چې ایټالیا، اسپانیا او نورو هیوادونو ته لاړ شي خو د هنګري له پولې نه تیریدل ګران دي. د هنگري پولیس ډیر ځوانان نیولي او ډبولي دي... زما ژوند دلته ډیر ګران دی."

د اروپايې هېوادونو د وزیرانو په غونډې کې د چک، کرویشیا، هنګری، پولنډ رومانیا سلواکیا، سلوانیا، البانیا، مقدونیې، صربستان، کوسوو او یونان هېوادونو استازو ګډون درلود.

په ۲۰۱۵ کال کې اروپا ته د زرګونو کډوالو د راتګ په ډیریدو اکثریت پناه غوښتونکي د یادو هېوادونو په پولو کې میشت شول.

XS
SM
MD
LG