د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ٩٠ ښځو وژونکی د "تاریخ خطرناک" قاتل بلل شوی


سمیول لټل د ٩٣ ښځو د قتل ادعا کوي
سمیول لټل د ٩٣ ښځو د قتل ادعا کوي

ایف بي آی هغه زنداني چې د ٩٠ نه د زیاتو ښځو د قتلولو ادعا کوي، د امریکا د تاریخ د تر ټولو خطرناک قاتل بللی.

د امریکا د تحقیقاتو لپاره فیډرالي اداره ایف بي آی وایي چې په بند کې هغه کس چې د ملک په مختلفو ښارونو کې یې د نوي نه د زیاتو ښځو د قتل ادعا یې کړیدی، د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو نه زیات خطرناک قاتل دی.

دغه کس چې سمیول لټل نومیږي، د ٢٠١٢ مال راپدیخوا په بند کې دی، هغه ایف بي آی ته ویلي و چې د ١٩٧٠ کال نه واخله د تر ٢٠٠٥ کاله په دوران کې یې د نوي نه زیاتې ښځې وژلې دي.

ایف بي آی د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د جرمونو فیډرالي اداره وایي چې هغوي باور لري چې د جرمونو اعتراف سم دی او په دغه قتلونو کې د هغه د ککړتیا ثبوتونه یې تر لاسه کړیدي.

تورن اوس ٧٩ کلن دی، او وایي چې ٩٣ ښځې یې قتل کړيدي.

د یادونې وړ چې لټل د لاسه د قتل شوو ځینو ښځو مړې لا تر اوسه نه دي موندل شوي.

XS
SM
MD
LG