د لاس رسي وړ اتصالات

اروزګان کې پر افغان سرتېرو هوايي برید ۷ سرتېري وژلي


د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د سهواً هوايي حملې پرمهال ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د چنارتو ولسوال حاجي فیض محمد نن جمعه د «لېندۍ پر۱۶مه» امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار شپږ بجې د دغه ولسوالۍ د نیولو په هدف پراخ برید وکړ چې د یادې حملې د شنډولو په هدف مرستندویه هوايي ځواک سهواً پر افغان سرتېرو بمبارد وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پېښه نن سهار یوولیس بجې د جنتارتو ولسوالۍ په چنارتو سیمه کې شوې ده.

ولسوال وايي چې افغان سرتېرو د دغه ولسوالۍ د امنیتي کمربند په ساحه کې په لاسي کراچیو کې خپلو امنیتي پوستو ته اکمالات کول چې سهواً بمبارد پرې وشو.

هغه زیاته کړه:"د طالبانو تر حملې وروسته زموږ سرتېرو په لاسي کراچیو کې خپلو امنیتي پوستو ته اکمالات کول چې بمبارد ورباندې وشو او دغه مرګ ژوبله یې واړول."

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کې درې تنه د خاصو قواو سرتېري او پاتې پولیس دي.

ولسوال وویل چې ټپيان تر پېښې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پوځي روغتونو ته انتقال شوي دي.

هغه ونه ویل چې دا هوايي‌ حمله افغان هوايي ځواک او که په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو کړې ده.

د چنارتو ولسوال وايي، چې پر دغه ولسوالۍ د طالبانو حمله پر شا تمبول شوې او زیاتوي چې په جګړې او هوايي بریدونو کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو کره شمېر یې یاد نه کړ.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG