د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې اوه ملکي وګړي وژل شوي


د غزني د عامې روغتیا رئیس وايي، د پیښې له ځایه د دغه ولایت روغتون ته شپږ جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي.
د غزني د عامې روغتیا رئیس وايي، د پیښې له ځایه د دغه ولایت روغتون ته شپږ جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، نن د جمعې په سهار د دغه ولایت مرکز سره نږدې د هاوان مرمیو د لګیدلو له امله اوه تنه ملکي وګړي، چې یوه ښځه او شپږ ماشومان په کې شامل دي وژل شوي او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې غزني ښار سره نږدې د "۸۲" میله هاوان مرمۍ د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا ویشتل شوې، چې د "قره باغي" په سیمه کې پریوتي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

دا افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د "قره باغي" په سیمه کې دا نښتې وروسته له هغې شوي چې نن سهار افغان ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره په دغه سیمه کې عملیات پیل کړل.

ښاغلي نور ي وویل " دا عملیات نن سهار شروع شو، چې تر اوسه لا روان دي، په عملیاتو کې پنځلس وسله وال مخالفان وژل شوي او په یو شمیر نورټپیان شوي دي. د "۸۲" میله هاوان د مرمۍ د لګیدلو له امله چې د وسله والو مخالفانو له خوا ویشتل شوې، شپږ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او درې نورماشومان ټپیان شوي دي".

د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهرشاه نیکمل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په "قره باغي" سیمه کې د پیښې له ځایه روغتون ته شپږ مړي او دوه ټپیان وروړل شوي دي.

خو د غزني ولایتي شورا غړي او د سیمې یو شمیر اوسیدونکي وايي، دا مرګ ژوبله د افغان هوايي ځواکونو د بمباریو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.

د "قره باغي" سیمې یو شمیر اوسیدونکي ادعا کوي چې په دې پیښه کې ټول اته تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړي حسن رضا یوسفي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا مرګ ژوبله د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو له امله پیښه شوې ده.

د سیمې څو تنو اوسیدونکو هم امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د "قره باغي"، "نوغي" او د "منګور" په سیمو کې نن سهار اته بجې افغان ځواکونو عملیات کړي، چې د عملیاتو پر مهال یو شمیرهغو ماشومانو چې د کلي جومات سره نږدې لوبې کولې څو تنه يط په هوايي بمبارد او توغندیو په ډزو کې مړه او ټپیان شوي دي.

تراوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفانو په دې هکله رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG