د لاس رسي وړ اتصالات

والیان: لرې پرتو سیمو ته دې پاملرنه زیاته شي


افغان ولسمشرد اوو ولایتونو والیان د ښې حکومتوالۍ د لارو چارو د لټولو په موخه پلازمینې کابل ته رابللي دي.
افغان ولسمشرد اوو ولایتونو والیان د ښې حکومتوالۍ د لارو چارو د لټولو په موخه پلازمینې کابل ته رابللي دي.

له افغان ولسمشر او لوړپوړو دولتي چارواکو سره د والیانو د غونډو په دوام، دا ځل د اوو ولایتونو والیان، کابل ته رابلل شوي او د ښې حکومتوالۍ، امنیت او پراختیا په برخو کې یې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړي.

دغو والیانو له حکومتي چارواکو سره د خپلو خبرو د پایلو په اړه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې خبرو کې ښوونې او روزنې او لرې پرتو سیمو ته پر پاملرنې ټینګار شوی.

په دې غونډه کې د زابل، جوزجان، پنجنشیر، پکتیا، پکتیکا او غور والیانو، او د بلخ ولایت د سپرست استازي ګډون کړی وو.

د زابل والي محمد انور اسحقزي غونډې ته وویل ښه حکومتوالي او پرمختګ هغه مهال رامنځ ته کیږي چې مرکزې حکومت لرې پرتو سیمو ته پاملرنه وکړي.

هغه وویل "افغانستان په دغو ښارونو کې نه دی محدود، اویا تر اتیا فیصده خلک زموږ په کلو کې ژوند کوي، چې اکثره یې له تعلیمه بې برخې پاتې دي، موږ غواړو هلته ښه خدمات عرضه شي، هغه ټول د تعلیم په واسطه کیږي، انکشاف د تعلیم په واسطه کیږي."

ښاغلي اسحاقزي له خلکو څخه وغوښتل چې خپل اولادونه په ځانګړې توګه نجونې ښوونځیو ته واستوي.

ښاغلي اسحاقزي زیاته کړه چې ښه حکومتوالي، امنیت او پراختیا له یو بل سره تړلې موضوعګانې دي که یو ته یې پاملرنه ونشي نو په نورو چارو کې پرمختګ ممکن نه دی.

د زابل والي د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د والیانو پر پوهې، اهلیت، شفافیت او قاطعیت هم ټینګار وکړ.

غونډې ته د پنجشیر والي عارف سروري هم په خپلو خبرو کې لرې پرتو سیمو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ او په دې برخه کې د ولایتونو لپاره په پراختیايي بودیجه کې زیاتوالی یوه ښه ګام وباله.

د پنجشیر والي وویل، له افغان چارواکو سره یې د والیانو د صلاحیتونو د زیاتولو په اړه هم خبرې کړي.

هغه وویل " د چارو په اداره کولو او له کارونو څخه د څارنې په برخه کې، که هرڅومره ولایتونو ته زیات صلاحیتونه ورکړل شي زیاتې لاسته راوړنې به ولرو او خلک به هم راضي شي."

دغه راز، غونډې ته د غور والي غلام ناصر خاضع وویل، افغان ولسمشر او د کابینو غړو له والیانو سره ژمنه وکړه چې د ښې حکومتوالۍ، امنیت او پراختیايي چارو کې لرې پرتو ولایتونو ته پاملرنه وکړي.

هغه وویل "د دغو غونډو او لیدو کاتو په ترڅ کې سیمه ایزه حکومتوالۍ د مرکز او ولایتونو تر منځ د نویو ژمنو او اړیکو نوي پړاو ته دننه شوې، زه ډاډه یم چې انشاء الله په راتلونکو کلونو کې به د پام وړ بدلونونو شاهدان وو."

د ښاغلي خاضع پر وینا، مرکزي حکومت په ولایتونو کې د کرنې او پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې ګټورې پروژې په پام کې لري.

تر دې مهاله افغان ولسمشر او د مرکزي حکومت لوړپوړو چارواکو په سیمه ایزو ادارو کې د امنیت پراختیا او ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو لپاره په درېو پړاونو کې د کندوز له والي پرته د ۳۳ ولایتونو له والیانو سره غونډې کړې دي.

د دغو غونډو په پایله کې حکومت پریکړه کړې چې په سیمه‌ایزو حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د امنیتي، پراختیايي پروژو، کانونو، د ولسوالانو د ارزونې او د عایداتو په برخو کې د والیانو صلاحیتونه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG