په اردن کې امنیتي چارواکي وايي چې ددغه هیواد د کرک ولایت د یوې کلیسا په محوطه کې د جنازې پر مراسمو د وسله والو کسانو په برید کې اوه کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د اردن د عمومي امنیت ادارې مشر جنرال عبدربه المعایطه، د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۳) د کرک په ولایت کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د حمود کلیسا په برید کې ډیری ژوبل شوي کسان تر درملنې لاندې دي او د بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي.
د اردن د کورنیو چارو وزیر، مازن الفرایه اعلان وکړ چې دا برید "تندلارو کسانو" کړی خو نوموړي ټینګار وکړ دا لا ډېر ژر ده چې وویل شي چې بریدګر په اردن یا هم بهر کې له کومې ډلې سره تړاو لري.
تر اوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې.
خالد برقان چې د جنازې په مراسمو کې ګډونوال و، د اردن المملکه شبکې ته وویل په مراسمو کې لسګونه کسان حاضر وو او بریدګرو پرې د څو دقیقو لپاره ډزې وکړې.
د اردن د پاچا غبرګون:
د اردن پاچا عبد الله دویم له برید څخه څو ساعته وروسته کرک ولایت ته سفر وکړ او ټینګار یې وکړ چې مرتکبین به له تر ټولو سختې سزا سره مخ شي.
د اردن پاچا په یوه اعلامیه کې دا پېښه یوه ترهګره حمله بللې او ویلي یې دي: "هغه کسان چې فکر کوي په خپلو مرمۍ سره کولی شي د اردنيانو ترمنځ نفاق پیدا کړي، د دې هېواد د خلکو د یووالي په وړاندې هیڅ چانس نه لري."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز هم په ایکس ټولنیزې رسنۍ په یوه پوسټ کې دا پر یوه عبادت ځای "وحشیانه برید" بللی دی.
د اردن امنیتي چارواکو له رسنیو او د هغه هیواد له وګړو غوښتي چې د برید په اړه له تایید پرته معلومات له خپرولو ډډه وکړي.
سربېره پر دې، د اردن د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد لوی څارنوال د دولتي رسنیو په استثنا په ټولنیزو رسنیو کې ددې قضیې او د هغې د پلټنو اړوند معلوماتو خپرول محدود کړي دي.
په اردن کې پر کلیساګانو بریدونه یو کم سارې مسله ده. عیسویان د هغه هېواد د نفوس لږکی جوړوي او اردن څو تاریخي مذهبي ځایونه لري چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو عیسوي زایرین ورڅخه لیدنه کوي.
اردني چارواکي وايي چې دوی په وروستیو کلونو کې د سخت دریځو ډلو لخوا د بریدونو د ترسره کولو څو هڅې شنډې کړې دي.
د جمعې ورځې په برید کې د بریدګرو د انګېزې او هویت په اړه پلټنې لا هم روانې دي.
فورم \ دبحث خونه