د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې ۷ ولسي پاڅونوال وژل شوي ـ چارواکي


تر اوسه طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې
تر اوسه طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې

د تخار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو اوه غړي د وسله والو طالبانو په کمین کې وژل شوي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر نن دوشنبه مې ۱۸(غويي۲۹) امریکا غږ ته وویل چې د ملک تاتار په نامه د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وسله والو کسانو، نن سهار د تخار په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو کمین سره مخامخ شول چې اووه تنه یې مړه او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

ښاغلي اسیر وویل: "د ملک تاتار کسانو نن د ینګي‌ قلعه له لالا ګذر کلي نه هزاره قشلاق کلي ته تلل غوښتل د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول چې اوه تنه یې مړه او دوه نور کسان یې ټپیان شوي دي."

د تخار پولیسو ویاند زیاته کړه چې په دې پېښې کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو په اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG