د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تخار کې د حکومت ملاتړي ۱۷پاڅونوال وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د حکومت ملاتړي ۱۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په «لاله ګذر» سیمه کې د ملک تاتار اړوند د سیمه ییزو پاڅونوالو پر مرکز برید کړی و.

هغه وویل: "تېره شپه مخالفینو په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ملک تاتار اړوند د سیمه ییزو پاڅونوالو پر مرکز برید کړی دی، د پاڅونوالو او مخالیفنو ترمنځ نښته کې ۱۷ سیمه ییز شهیدان او ۴ نور ټپیان شوي دي."

نوموړي زیاته کړه، چې سیمې ته د تازه دمه سر تېرو په رسېدو سره وسله وال طالبان د جګړې له ځای څخه تښتېدلي دي او وضعیت بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

هغه په دغه نښته کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښودله.

طالبانو بیا د یاد برید د مسؤلیت په منلو سره د دوو قرارګاو د نیولو او ۲۱ سیمه ییزو پاڅونوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د تخار د چارواکو په وینا د دغه ولایت په دشت قلعه، خواجه بهاوالدین، ینګي قلعه او درقد ولسوالیو په ځینو برخو کې وسله وال طالبان حضور لري.

ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ روان کال د طالبانو لخوا ونیول شوې، چې افغان ځواکونو بېرته ورڅخه ونیولې.

د تخار ولایت خواجه غار ولسوالي چې د کندز ولایت له دښت ارچي ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، د دغه ولایت د چارواکو په وینا طالبان له یادې ولسوالۍ څخه په استفادې په دغه ولایت کې بریدونه کوي.

په افغانستان کې د افغان حکومت ملاتړو پاڅونوالو ته دغه تازه مرګ ژوبله پر داسې مهال اوړي، چې تېره ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم د طالبانو په چاودنه کې ۱۰ ملي اردو ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د افغانستان دفاع وزارت بیا تېره ورځ وویل، چې په هلمند کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG