د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې ۷ کردي ځواکونه د داعش په بریدونو کې وژل شوي


د سرویې دموکراتیک ځواکونه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مهم ملګري دي.
د سرویې دموکراتیک ځواکونه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مهم ملګري دي.

د بشري حقونو یوه ډله چې په سوریه کې جګړه څاري وایي د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو ۷ غړي د اسلامي دولت یا داعش ډلې په دوو جلا بریدونو کې وژل شویدي.

د بشري حقونو د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله معلومات راټولوي، یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي۲۰) مطبوعاتو ته ویلي چې شپږ کردي ملیشې د دیر الزرو او هساکه ولایت تر منځ د سړک پر سر د داعش په برید کې وژل شوي او اووم یې بیا د دیر الزور په ولایت کې یو وسله وال په ډزو ویشتلی او وژلی چې د داعش ډلې پورې یې تړاو درلود.

ښاغلي عبدالرحمان ویلي چې دواړه بریدونه په هغو سیمو کې شوي چې کنټرول یې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو په نامه د کردي ملیشو په لاس کې دی.

همدا ځواکونه د داعش په خلاف جګړې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو مهم ملګري دي او ځانونه د سوریې اوسنی کردي پوځ بولی.

سره لدې چې داعش په سوریې او عراق کې تقریباً ټولې هغه سیمې د لاسه ورکړي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې نیولې وې خو لا هم دا ډله وخت نا وخته پدې دواړو هیوادونو کې په امنیتي ځواکونو او ملیشو بریدونه کوي.

د عراق او سوریې د ځواکونو د عملیاتو له کبله چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو یې ملاتړ کاوه په ۲۰۱۹ کال کې د داعش "خلافت" ړنګ کړ خو لا یې هم وسله وال په لیرې پرتو سیمو کې پټ دي.


د سوریې دموکراتیکي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ هم ویلي و چې دوه جنګیالي یې د سوریې په یو نا آرام کمپ کې هغه وخت ووژل شول چې دا ځواکونه د داعش وسله والو په خلاف د عملیاتو لپاره تللي و.

په سوریه کې دا کردي ځواکونه داسې مهال وژل کیږي چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان درې ورځې وړاندې وویل ترکي ځواکونو د اسلامي دولت یا دعش ډلې جګپوړي "اجرائیوي مشر" نیولی.

ښاغلي اردوغان پنجشنبه سپټمبر ۸ چې د بالکان هیوادونو څخه بیرته هیواد ته ستنیده په الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې نیول شوی کس ابو زید نومیږي.

د ترکیې مشر وویل چې د نیول شوي کس اصلي نوم بشار خطاب غزال الصميدعي دی او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې چې د جولای په میاشت کې یې خپور کړی و، الصميدعي یې د دې "ترهګر سازمان" یو جګپوړی اجرائیوي مشر بللی و.

سره لدې چې ښاغلی اردوغان دا شخص یوازې په سوریه کې د داعش یو جګپوړی چارواکی بللی خو په ترکیه کې بیا مطبوعاتو ویلي داسې نښې شته چې ښایي نیول شوی شخص ابو حسن الهاشمي القریشي وي چې د عراق اوسیدونکی دی او ځان د ټول داعش "خلیفه" بولي.
جمهور رئیس اردوغان ویلي چې دا کس په ترکیه کې نیول شوی خو د نیول کیدو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.

هغه ویلي، " له ډیرې مودې د سوریې او استانبول تر منځ ددې ترهګر اړیکې څارل کیدې اوداسې استخباراتي معلومات تر لاسه شوي و چې هغه غوښتل په غیر قانوني توګه ترکیې ته داخل شي".

په سوریې کې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې د عربو د ولسي پاڅون څخه وروسته پیل شوه. پدې جګړې کې تر اوسه نږې پنځه سوه زره خلک وژل شوي او د وګړو تقریباً نیمايي وګړي یې مجبور شوي چې خپل کورونه پریږدي، نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.

XS
SM
MD
LG