د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د رأیې ورکولو ۷ زره مرکزونه ارزول کیږي


د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره کیږي.
د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره کیږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د کابل او ولایتونو په کچه یې د رایې ورکونې د شاوخوا ۷ زره مرکزونو پر ارزولو او تعینولو کار پیل کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئيس امام محمد وریماچ وايي، دغه چاره د رایې ورکولو مرکزونو ته په آسانه او متوازن ډول د خلکو د لاسرسي په موخه ترسره کیږي.

ښاغلي وریماچ چې د دوشنبې په ورځ (اګست ۶) یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، د رايې ورکولو د مرکزونو د تعینولو چاره به د دغه کمیسیون د شاوخوا زر تنو موقت کارکونکو له خوا، چې د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې ورته روزنه ورکړل شوې، ترسره شي.

ښاغلي وریماچ وویل "دا بهیر نن په ټول افغانستان کې په رسمي توګه پرانیستل کیږي او کار پيل کیږي، له متوازن څخه هدف دا دی، پخوا داسې شکایتونه وو چې ځینو خلکو او کليو لپاره به مرکزونه نږدې وو او ځینې کلیو او یا خلکو لپاره به لري وو، اوس دا متوازن کیږي او ټول خلک به مرکزونو ته یو شان لاس‌رسی ولري".

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا‌ء رئيس زیاته کړه، په دې پروسې کې به هغه مرکزونه چې د خلکو په شخصي کورونو او ځمکو کې جوړ شوي، د دولت عامه ملکیتونو لکه، ښوونځي، مدرسې، جوماتونه، تکیه خانې او کلینیکونو ته ولیږدول شي.

ښاغلي وریماچ دغه راز وویل چې د رایې ورکولو د مرکزونو له تعیناتو وروسته به د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکونکو د نوملړ پر جوړولو کار کار پیل کړي.

له ټاکنو څخه د څار یو شمیر بنسټونه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د رایې ورکولو د ځای او مرکزونو د ارزونو پر ځای د رایې ورکونو د لیست جوړولو ټه لومړیتوب ورکړی وی.

د فیفا په نوم له ټاکنو څخه د څار د بنسټ مشر یوسف رشید امریکا غږ ته وویل "کله چې د رايې ورکونکو د نوم لیکنې بهیر ترسره شوی وی، له هغې وروسته یې د مرکزونو ارزونه ترسره کړې وی ډیر ښه به وو، ځکه چې په هغه وخت کې کمیسیون به د رایې ورکونکو د کره شمیرې په اړه پوهیده او د هغوی د آسانه لاسرسي لپاره به یې زمینه برابره کړې وه".

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو پر وینا، دغه کمیسیون له حکومت څخه ۶۳ میلیون ډالره بودیجه ترلاسه کړې او په لومړي پړاو کې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته یې د تیاري په موخه د تدارکاتو او د رایې ورکولو د مرکزونو د معلومولو په برخو کې کار پیل کړی دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG