د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې د موټرو په ټکر کې ۱۷ تنه مړه شوي


د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي بس او لارۍ تر منځ په مخامخ ټکر کې لږ تر لږه ۱۷ تنه مسافر مړه شویدي.

د ژغورنې یو چارواکي رحمت الله ، جمعه فبروري ۳ (سلواغې۱۳) مطبوعاتو ته ویلي چې ټکر تیره شپه د کوهاټ تونل سره نږدې د مسافر وړونکي بس او لارۍ موټر تر منځ شوی چې په چټک سرعت روان و.

ښاغلي رحمت الله ویلی چې په مړو کې میرمنې او ماشومان شامل دي.

په ټکر کې ټپي شوي او مړه شوي د کوهاټ روغتون ته وړل شوي.

د خیبرپښتونخوا سرپرست اعلی وزیر اعظم خان په پیښې ژور خفګان ښودلی.

په پاکستان کې له یوې خوا ترافیکي قوانینو ته نه پام او له بلې خوا د سړکونو خراب وضعیت پدې هیواد کې معمولاً د ترافیکو پیښو سبب کیږي چې ګڼ شمیر خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د بس – لارۍ د دې ټکر څخه یوازې یوه ورځ وړاندې د بلوچستان په ولایت کې یو بس موټر د پله څخه لاندې ولویده او ۴۰ تنه پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG