د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ښځو سره د خشونت د قضیو څېړلو لپاره ۴۳ څارنوالانې لري


د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د ټولو څارنوالانو اولس فیصده یې ښځې دي
د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د ټولو څارنوالانو اولس فیصده یې ښځې دي

د افغانستان لویه څارنوالي د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې یوازې ۴۳ څارنوالې دي چې له ښځو سره د خشونت قضیې څیړي.

لویه څارنوالي وایي د دغو څارنوالانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل"موږ پخوا په اوو یا اتو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد څارنوالانې لرلې خو اوس په ۳۴ ولایتونو کې څارنوالانې کار کوي".

ښاغلي جمشید وویل چې د دغو څارنوالانو له برکته " عدالت ته د ښځو لاسرسی ډیر شویدی او د ښځو د قضیو څیړنه او پلټنه ګړندۍ شوې ده".

د لویې څارنوالۍ د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۵۰۰څارنوالان دي چې ۱۷ فیصده یې څارنوالانې دي، خو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد یوازې ۴۳ څارنوالانې کار کوي.

لویه څارنوالي وایي د روان لمریز کال په اتو میاشتو کې څه باندې۱۷۰۰ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې څیړل شوي دي، چې د تیر لمریز کال په ۱۲ میاشتو کې ۲۰۰۰پیښې څیړل شوې وې.

په خبري کنفرانس کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د مبارزې په ضد کې د لویې څارنوالۍ مرستیالې سینا شنا منصور هم خبرې وکړې.

هغې وویل څارنوالانې ښځو ته حقوقي مشورې ورکوي، عدالت یې تضمینوي او له ښځو سره د تاوتریخوالي د پیښو جدي څیړنې کوي.

XS
SM
MD
LG